لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: په جاني خېلو کې د پرلت کوونکو پرضد مقدمه درج کړی شوې


د بنو پوليسو د جاني خیلو د پرلت مشرانو پرضد مقدمه درج کړې چې د پرلت پر مهال یې د ریاست او موجوده حکومت پرضد د خلکو راپارولو، د شر او د کرکې نه ډکې وېناګانې کړي دي.

د جاني خیلو پرلت له تیرو نهه ورځو نه د وژل شوي يو قومي مشر ملک نصيب خان د مړي يا جنازې سره دوام لري او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

پرلت کوونکي تور لګوي، پرلت ته د بنو پولیس سیاسي یا مدني ټولنې سره تعلق لرونکي هم نه پریږدي او جاني خیلو ته غځېدلې د تګ را تګ لارې يې بندې کړي دي.

د بنو یوې حکومتي سرچينې وي او ای ډیوه سره د مقدمې رپورټ شريک کړی چې پکې ویل شوي په 31 مې د یو ځایی مشر د وژنې ورسته په هغه ځايي پرلت پېل کړی شوی او د پرلت مشرانو د حکومت او رياستي ادارو پرضد وېناګانې کړي دي.

د يادې مقدمې په رپورټ چې د دریم جون نېټه درج ده د بنو د جاني خیل په تاڼه کې درج کړی شوې ده.

په مقدمه کې ويل شوي چې د 300 يا 350 پورې کسان راټول شوي او مشرانو يې ډاکټر ګل عالم وزیر، ډاکټر نور محمد، ملک مویز وزیر، حاجي بلقیاز، وکیل شعېب سدوزې، د پي ټي ایم فعال ندیم عسکر، لطیف وزیري او قامي پارلیمان غړي محسن داوړ او د جمعیت علماء اسلام ګوند مفتي شکور بیټني په ګډون 27 کسانو احتجاجي پرلت ته وېناګانې کړي دي.

ویل شوي د جلسې ګډون والو ته وېنا کوونکو د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او د موجوده حکومت پرضد د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې ده، ځکه د دوی پرضد د تعزيرات پاکستان د مادو 153, 149, 148, 147, 143, 142, 141, 16MPO لاندې مقدمه درج شوې ده.

وي او ای ډیوه د مقدمې د نورو جذياتو په اړه د بنو پولیسو مشر سره د رابطې هڅه کړې خو هغوی ځواب نه دی کړی او نه يې د چا د نيولو په اړه څه ویلي دي.

په مقدمه کې ویلي شوي د نصیب خان مقدمه د پولیسو سره د نامالومه کسانو پرضد درج شوې، کورنۍ يې په چا دعوېداري نه کوي او نه ورسره د پیښې په پلټونو کې مرسته کوي.

د بنو د وکيلانو د اتحادیې غړی وکیل اصغر خان وویل دا مقدمې د ریاست پرضد د خلکو راپارول دي.

هغه وویل جاني خیل خو د تیرو نهه ورځو نه په پرامنه طریقه په احتجاحي پرلت ناست دي او د امن غوښتنه کوي چې د دوی ايیني او قانونی حق دی.

هغه وویل په پرامنه احتجاج کونکو دا مقدمه درج کول د ايین سر غړونه او د رايې د اظهار ترړول دي.

د پرلت یو ګډون وال ندیم عسکر چې په دې مقدمه کې يې نوم شامل دی وايي تر اوسه د دوی غوښتنو منلو ته سنجیده ځواب نه دی ویل شوی خو د غوښتنو منلو په ځای د دوی خلاف هتکنډې کارول کیږي چې مقدمې پرې درج شوې ګرفتارۍ يې روانې شوي او په زندانو کې يې بندیوان کوي.

هغه وویل دوی د امنیت غوښتنه کوي چې د نا امنۍ مخه دې ونیول شي.

د وژل شوي قامي مشر نصیب خان زوی رفیع الله وايی دوی د چا سره شخص دوښمني نه لري د امن په خاطر وژل شوي او د ریاست نه د انصاف غوښتنه کوي.

هغه وویل ریاست د انصاف په ځای د دوی فاتحې ته راتلونکو کسانو ته لارې بندې کړي.

په بنو کې د مارچ په میاشت کې د څلورو تنکو هلکانو د وژلو پېښه شوې وه او د صوبې اعلا وزیر له دوی سره یوه معاهده لاس لیک کړې وه چې پکې د امنیت د ټینګښت سره د وژل شوو ماشومانو د پېښې د پلټنو کولواو د سیمې نه بې درکه شوو کسانو د خوشي کولو او عدالت ته د وړاندې کولو ويل شوي وو.

خو ځايي خلک وايي په دغو وعده ورسره تر اوسه عمل نه دی شوی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG