لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې زده کوونکو ته دترهګرۍ په ضد دپوهاوي ورکولو یاداښت لاسلیک شوی


د پاکستان دترهګرۍ دمخنيوي دقامي ادارې نېکټا او د خېبر پښتونخوا د اعلا تعليم ريګولېټرټي اټهارټۍ ترمنځ یو يادداشت لاسليک شوی چې چې له مخې به یې دغه دواړه ادارې په ګډه دسخت دریځۍ او ترهګرۍ مخنیوي دپاره کار کوي.

په دې پروګرام کې د زده کونکو د پاره بېلل بیل د پوهاوي پروګرامونه اېښودل شوي چې پکې به زده کونکي د سيمینانورو، خپل منځي مباحثو او نورو لارو د سخت دریځۍ او ترهګرۍ دمخنیوي په اړوند ډاګیز بحثونه کوي.

څيړونکې وايي وړاندې لیدل شوي چې دخېبرپښتونخوا تعليمي ادارو نه وتلي ګڼ شمېر ځوانان دملکي او نړیوالو ترهګرو تنظيمونو برخه جوړ شوي دي۔ خو ددې پروګرام کاميابۍ سره زده کونکي کولی شي چې خپل ذهنونه رڼا کړي او په دغه لار د تګ نه وژغورل شي.

د خېبر پښتونخوا دتعليم ريګوليټرټي اټهارټي او نېکټا لخوا په خېبر پښتونخوا او د صوبې قبائېلي ضلعو کې دترهګرۍ او سخت دریځۍ دمخې نیولو د پاره څيړنې هم کيږي۔

د خېبر پښتونخوا تعليم ريګولېټرټي اتهارټي په وېب باڼه خپور شوي لاس ليک شوي يادداشت کې ليکل شوي نېکټا به په دغه اړه موضوعات ټاکي او او دخېبر پښتونخوا ريګولېټرټي اتهارټي به د اړونده تعليمي ادارو د لارې په دغه موضوعاتو څېړنې کوي۔

دې ترڅنګ به دسيمینارونو، ريډو پروګرامونو او ورکشاپونو راجوړولو سره زده کوونکو ته د ترهګرۍ ضد پوهه ورکول کیږي.

د پېښور پوهنتون د شخړو د هواري د څانګې مشر ډاکټر جميل چترالي وايي دا يو ښه عمل دی چې تعليمي ادارو کې په دې اړه بحثونه شروع شي او په دې څيړنې وشي چې څنګه د سخت دریځۍ او ترهګرۍ مخه نيول کېدی شي۔

د ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز وايي زمونږ په نصاب کې داسې ډير مواد موجود دی چې د زده کونکو په ذهنونو ژور اثر وکړي او د سخت دریځۍ او ترهګرۍ اړخ ته یې بوځي۔

ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل "په دې وروستيو کې مونږ کتلي چې د اعلا تعليمي ادارو ځوانان د ملکي او غېرملکي ترهګرو تنظيمو لاسو ته په اسانه ورغلي دي۔ داسې پروګرام هم ګټور دی خو بايد چې دغه مسله د نصاب په شکل د بنياد نه هواره کړی شي"

څيړونکې وايي د طالبانو اوسنې د قطر ويانn محمد نعيم د اسلام اباد اسلامک پوهنتون نه زده کړې ترلاسه کړي اؤ دغسې نور يو شمېر په ملکي او بېن الاقوامي کچه بريد کوونکي چې تعلق يي د پاکستان سره ؤ دلته د اعلا تعلمي ادارو نه یې زدکړې ترلاسه کړې وې۔

خو نېکټا او د خیبر پښتونخوا اعلا تعليم ريګوليټرټي اټهارټي کولی شي چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ په اړه څيړنې وکړي او د بېلا بېلو پروګرامونو دلارې ځوانانو کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ په ضد پوهه خپره کړي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG