لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ولې امریکا ته پخپله خاوره پوځي اډې نه ورکول غواړي؟


د پاکستان لخوا خپل هیواد کې امریکا ته دپوځي اؤ هوایي اډو په نه ورکولو څېړونکي وایي پاکستان ویره لري چې کېدې شي امریکا دا اډې د افغان طالبانو په ضد وکاروي اؤ پاکستان نه غواړي چې طالبانو سره یې اړیکې خرابې شى.

ځېنې څېړونکي وایي دا احتمال هم شته چې دسيمې هېوادونو چين، او روس ته دپاکستان لخوا خپل هیواد کې امریکا ته پوځي اؤ هوایي اډې ورکول دمنلو وړ نه وي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تیره ورځ په سکوټ ډول ویلي وؤ چې پاکستان کې امریکا ته دپوځي اډو ورکولو سوال هم نه پیدا کیږي ځکه چې پاکستان خپلو ګټو ته ګوري.

تر دې وړاندې تیره میاشت د پینټاګون دیو چارواکي ډیوډ ایف هیلوې له خولې مطبوعاتو ویلي وؤ پاکستان په افغانستان کې دموجودو امریکایي ځواکونو د مرستې د پاره دوئ ته د خپلو هوایي او مځکنیو حدودو د کارولو اجازه ورکړې ده.

په دې اړه د پېښور پوهنتون د انسټيټوټ اف پيس اېنډ کنفلکټ سټډيز پروفيسر جميل چترالي ډيوه ته وايي که څه هم دواړه هیوادونه په دې جګړه کې ملګري دي خو ورسره دواړه په يو بل باور هم نه لري.

دی وايي امریکا سيمې ته په افغان طالبانو پسې راغلې وه او اوس چې کله د هغوئ سره یې روغه جوړه وشوه نو بیا څه اډې غواړي؟ دا د پام وړ پوښتنه ده.

نوموړی پوښتنه راولاړه کړه چې "امریکا وځي او د طالبانو سره یې روغه شوې ده نو ایا دا اډې به د چا خلاف کاروي ؟د اشرف غني د حکومت په ضد به یې کاروي څوک چې دا وخت د طالبانو مزاحمت کوي؟"

دپاکستان د پوځ پخواني جنرال او ددفاعي چارو شنونکي ليفټننټ جنرال( ر ) طلعت مسعود وي او ای ډیوه ته ویلي چین او د سيمې نور هېوادونه به هم غواړي چې پاکستان امریکا ته اډې ور نه کړي.

هغه وايي بله خبره دا ده چې پاکستان ویره لري چې امريکا دا اډې د افغان طالبانو پرضد کارولی شي او پاکستان نه غواړي چې د طالبانو سره یې اړېکې خرابې شي.

اخوا په اسلام اباد کې د پاکستان انسټيټوټ فار کنفلیکټ اېنډ سيکورټي سټډيز منېجنګ ډایرکټر عبدالله خان وايي د کله نه چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اډو خبرونه رابرڅېره شوي دي نو افغان طالبانو هم په غیرمستقیمه توګه دړکه کړې چې هغوئ به ددې عمل په وړاندې غلې پاتې نه شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي اسلام اباد دا اندېښنه هم لري چې امریکا ته خپله خاوره کې داډو ورکولو له کبله يو ځل بيا په هېواد کې دترهګرۍ لړۍ پېل کېدی شي او دا هر څه یې په پام کې نیولي نو له هغې وروسته یې امریکا ته د اډو ورکولو نه انکار کړی دی.

نوموړی وایي د سيمې هېوادونه لکه چين، روس او ايران به دا ونه مني چې پاکستان دې امریکا ته اډې ورکړي او هغوئ به هم د پاکستان دې عمل ته د شک په سترګه ګوري.

ځنې څېړونکي بيا په دې نظر دي چې په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ لا په بشپړ ډول نه دی ختم شوی او که په افغانستان کې حالات خراب شول نو امکان دی چې پاکستان ته به د امریکا ضرورت پېښ شي.

دوئ وايي په اډو ورکولو کې به هېڅ بده خبره نه وي او پکار ده چي پاکستان امریکا ته د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره اډې ورکړي ولې چې دواړه اوس هم د ترهګرۍ خلاف جګړه کې ملګري دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند زاهد حفیظ شیخ هم تیره اوونۍ ویلي وؤ پاکستان امریکا سره پخپله خاوره د پوځي یا هوایي اډو هیڅ نوی تړون نه دی کړی.

هغه ویلي وؤ د 2001 راهسې د پاکستان او امریکا تر منځ د هوایي مواصلاتو او مځکني لاینز آف کمیونیکېشنز دپاره د مرستې یو فریم ورک جوړ دی او په دې لړ کې څه نوې لوظنامه نه ده شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG