لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله ته دړکه ورکوونکی مفتي نيول شوی


نوبل جايزه ګټونکې او د تعليم مبارزې ملاله يوسفزۍ ته دړکه ورکوونکی مفتي سردارعلي د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ضلعې پوليسو نيولی او د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمه يې پرې درج کړې ده.

د لکي مروت ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) محمد عمران خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې تاييد کړه چې دغه مفتي نيول شوی دی ځکه چې هغه ملاله ته دړکه ورکړې ده چې خودکش حمله به پرې کوي.

هغه وويل دغه مفتي له دې وړاندې هم لکي مروت ته راغلی وو او د يو ماشوم سره يې يو عکس خپور شوی وو چې ماشوم ورسره ټوپک په لاس ولاړ وو.

عمران زياته کړه په مفتي وړاندې يوه مقدمه درج شوې خو هغه د دغه ځای نه وتلی وو او اوس بيا نيول شوی دی.

په مفتي سردار علي د لکي مروت په پيزو تاڼه کې د ترهګرۍ د مادې (7ATA) او (506 / 16MPO) مادو لاندې مقدمه درج شوې ده.

په دغه مقدمه کې ويل شوي "دغه مفتي سردارعلي حقاني چې د پلار نوم يې عبدالحميد دی د نوښار کلا اوسېدونکی دی، په سټېج ولاړ دی خلکو ته وايي چې قانون په خپل لاس کې واخلي، خلک حملې پله راپاروي او وايي چې ملاله کله پاکستان ته راشي نو تر ټولو لومړی به پرې هغه حمله کوي".

د مقدمې ترمخه د سردارعلي "د دغه عمل څخه خلک په قهر شوی او د امنيت او لاقانونيت خطره ترې پېدا شوې ده".

د مفتي سردار علي د ملاله يوسفزۍ په اړه يو ويډیو بيان په ټولنيزو رسنیو مخې ته راغلی وو چې هغه پکې ملاله ته په مخاطب کولو سره وايي، "ته راشه په فدايي (خودکش) دې الوځوم".

له دې وړاندې هم دغه مفتي د کرونا ويکسينو په اړه په يو بيان په نوښار کې نيول شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG