لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوبو په وېش کې اصل زیاتی د پښتونخوا سره کیږي نورې صوبې بې ځايه شکايتونه کوي، کنډي


"سيند حکومت او بلوچستان شکايت کوي چې پوره اوبه ورته نه مېلاويږي خو زياتی د خېبرپښتونخوا سره کیږي او د 30 کالو نه يې اوبه نورې صوبې کاروي او پېسې يې ورته هم نه دي مېلاو شوي" دغه خبره د پښتونخوا اسمبلۍ غړي احمد کنډي وي او اې سره په خبرو کې کړې ده.

د پيپلز ګوند سره تعلق لرونکي د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی احمد کريم کنډي وايي، په ملک کې د اوبو د وېش د مرکزي ادارې (ارسا يا انډس ريور واټر اتهارټۍ) د کال 1991د تړون په حساب چې د اوبو کوم وېش شوی په هغې حساب خېبرپښتونخوا ته پوره اوبه نه ترلاسه کيږي.

هغه وویل سيند صوبې ته د ګرمۍ يا موسم له امله اوبه پوره ترلاسه کيږي او د پښتونخوا بد مرغي دا ده چې د صوبې په خپله برخه کې درې ملينه ايکړه اوبه پنجاب او سيند صوبو ته ځي او په 30 کاله کې د 600 اربه روپو اوبه نورو صوبو ته لاړې، او د هغې علت په صوبه کې د کېنال نشتوالی دی د کومو کېنالونو لوظ چې په 1993 کې شوی وو په نورو صوبو کې بيا دغه کېنالونه ځينې جوړ او ځينې جوړيږي خو د پښتونخوا د لفټ چشمه کنال تراوسه کاغذي کارروايي نه ده شوې.

د سيند صوبې حکومت په وروستيو کې په ارسا تور لګولی چې د دوی د برخې اوبه په غلا پنجاب صوبې ته ورکوي او د کال 1991 د اوبو تړون ترمخه سيند صوبې ته پوره اوبه نه ورکول کيږي.

په کال 1991 کې د پاکستان د صوبو ترمینځ د اوبو د وېش تړون شوی وو او په وېش کې صوبو ته د اوبو ورکولو تړون شوی وو.

سيند صوبه دعوه کوي چې د 37 فيصدي د خپلې برخې د اوبود کمي سره مخ ده چې له امله يې د صوبې د کرنې ډېرو ځمکو ته اوبه نه رسي.

د سیند صوبې اوبو وزیر انور سیال يوې خبري غونډې ته ويلي چې دوی د ارسا نه غوښتنه کوي چې سيند صوبې ته دې د 1991 تړون سره سم د اوبو خپله پوره برخه ورکړی شي او دوی د اوبو د وېش بله فارمولا نه مني.

او د تړون نه اضافي د اوبو ويش بله څه فارموله نه مني۔

د 1991 ارسا د اوبو په تړون کې پنجاب ته 47فيصده، سيند ته 42 فيصده، خیبر پښتونخوا ته 8 فيصده او بلوچستان ته 3% برخه ورکړل شوې ده؟

د سيند صوبې د تور په جواب کې د ارسا چيرمين راؤ ارشاد علي خان يو شخصي ټي وي (بول) سره په خبرو کې ويلي دي چې دا مسله سياسي نه تکنيکي ده.

پنجاب او سيند ویلي د اوبو دپاره يې کميټي جوړه کړې چې مالومه کړي چې مسله چرته ده او د سیند اوبه ولې کمې شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG