لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګل پاڼې ته نزدې سرچینو دهغې دپټې نکاح پخلی وکړو،هلک څوک دی ؟


دپښتو دمشهورې سندر غاړې ګل پاڼې نزدې ملګرې نجیبه فیض منلې ده چې په دې وروستیو کې پېښور کې میشت دافغانستان دپکتیا ولایت دیو ځوان سره د ګل پاڼې نکاح شوې ده خو پخپله ګل پاڼه په دې هکله د څه ویلو نه ډډه کوي.

په پاکستاني رسنیو تېره میاشت د ګل پاڼې د پټې نکاح په هکله خبرونه خپاره شوي وؤ اؤ دعوه شوې وه چې په دنکاح په دغه مراسمو کې دسیاسي ګوند مسلم لیګ د پېښور یو مهم مشر ارباب خضرحیات هم ګډون کړی ؤ خو هغه مهال هیچا ددې دعوې تصدیق نه ؤ کړی.

اوس دګل پاڼې نزدې ملګرې اؤ وتلې هنرمندې نجیبه فیض په ټولنیزه رسنۍ ټيک ټاک ددې خبرې پخلی کړی دی چې ګل پاڼې دیو افغان سره نکاح کړې ده.

په ټیک ټاک نجیبه فیض نه یو تن د ګل پاڼې دنکاح په هکله پوښتنه کړې ده چې په جواب کې یې ورته نجیبه فیض وایي "ګل پاڼې نکاح کړې ده ،شکر الحمدالله، الله دې یې نیک بخته کړي ، زمونږ دافغان سره یې نکاح کړې ده ، ځدران دی دپکتیا دی اؤ الله تعالی دې د دواړو قسمتونه دښو کړي”

وي او ای ډیوه چې کله دسندرغاړې ګل پاڼې نه دنجیبه فیض ددعوې په هکله پوښتنه وکړه نو هغې دا رقم دعوې بې اساسه وبللې اؤ وئ ویل په میډیا خو هره میاشت خلک دهغې واده کوي اؤ نه غواړي چې په دې هکله نور څه ووایي.

پاکستاني رسنیو دا دعوې هم کړې دي چې دپېښور یو مسلم لیګي مشر ارباب خضر حیات هم دګل پاڼې دنکاح په مراسمو کې ګډون کړی خو ډیوه چې کله د ارباب خضر حیات نه ددې نکاح دحقیقت په اړه پوښتنه وکړه نو هغه یوازې دومره وویل چې” نه خو زه ددې خبرې تردید کوم اؤ نه یې تصدیق کووم”

ګل پاڼې ته نزدې یوې بلې مهمې سرچینې وائس اف امریکا ډيوه ته دګل پاڼې دپټې نکاح تصدیق کړی خو وایي دانکاح یوازې له خلکو پټه ساتل شوې نور د هلک اؤ جینۍ دواړه کورنۍ دنکاح په مراسمو کې شاملې وې.

دغه سرچینې دنوم نه ښودلو په شرط وایي چې کوم افغان زلمي سره دګل پاڼې نکاح شوې هغه په پېښور کې پیدا شوی اؤ لویې شوی دی ،په عمر کې له ګل پاڼې کشر دی اؤ کوم ستر بیګ راؤنډ یا پیژندګلو نه لري .

سرچینه وایي یاد زلمي څه موده وړاندې پېښور کې د دوایانو په یو مشهور دوکان یا فارمیسۍ کې کار کولو خو دګل پاڼې سره د ډیرې مودې راهسې نزدې ؤ اؤ دمحبت په بنیاد ګل پاڼې هغه سره نکاح کړې ده .

۲۷کلنه ګل پاڼه چې په ټوله نړۍ کې دخپل فن په کروړونو مینه وال لري د پېښور اوسیدونکې ده اؤ د پیښور پوهنتون څخه یې په سوشل ورک کې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده ،

هغې په سندرو کې اوس یو نړیوال شهرت موندلی دی اؤ دپښتو ترڅنګ په اردو اؤ فارسۍ هم سندرې وایي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG