لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایف بي ار ته د10کهربه روپو داضافي محصولاتو راټولولو هدف ورکړی شوی


مطبوعاتي رپورټونه وايي د پاکستان مرکزى حکومت د محصولاتو مرکزي ادارې ایف بي ار ته د راتلونکي مالي کال 2021-22 په بجټ کې د 10 کهربه روپو نه زيات د اضافي محصولاتو راغونډولو هدف ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وفاقي حکومت به د مالي کال 2021-22 لپاره کليز بجټ سبا د جون په 11 نېټه وړاندې کوي.

څېړونکي د لس کهربه روپو نه زيات د اضافي محصولاتو د راغونډولو هدف ترلاسه کول ناممکن ګرځوي او وايي که حکومت په بالواسطه ټېکسونو کې ورکړی شوې استثنا ختمه کړي نو ددې بوج به نېغ په نېغه په غريبه طبقه غورځېږي.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه مرکزي حکومت د محصولاتو مرکزي ادارې فېډرل بورډ اف رېونيو ته د موجوده مالي کال په مقابله کې د راتلونکي مالي کال 2021-22 په کليز بجټ کې د 10 کهربه روپو نه زيات د اضافي محصولاتو ېا ټیکسونو راغونډولو هدف ورکړی دی.

د رپورټ ترمخه دا اضافي محصولات به د سیلز ټېکس، انکم ټېکس او د مراعاتي ټېکسونو په شرحه کې د کمى ختمولو په ګډون په اقتصاد او افراط زر کې د ودې د لارې ترلاسه کولی شی.

دا دحکومت د هغه دعوؤ برعکس ده چې ویل یې د مالي کال 2021-22 په راتلونکي بجټ کې به اضافي ټېکسونه نه لګول کېږي.

څېړونکي وايي که حکومت په بل واسطه ټېکسونو کې ورکړی شوې استثنا ختمه کړي نو ددې بوج به نېغ په نېغه د ګرانۍ په شکل کې په غريبه طبقه پریوځي ولې چې صنعت کار به ددې اضافي ټیکس بار د صارف په سر وراچوي.

هيله ښودل کیږي چې د روان مالي کال لپاره د محصولاتو وصولي تر 47 کهربه روپو ورسى. خو نړیواله مالياتي اداره ایي اېم ایف غواړي چې اسلام اباد د راتلونکي مالي کال لپاره د58 اربو روپو محصولات راغونډ کړي.

د پېښور پوهنتون داقتصادیاتو د څانګې استاد پروفېسر ځلاکت خان ډيوه ته وايي که د محصولاتو دمرکزي بورډ ایف بي ار تېرې کارکردګۍ ته وکتل شي نو دغه ادارې چېرې هم ټاکل شوی هدف نه دی ترلاسه کړی.

دی وایي بل دهیواد موجوده اقتصادي صورتحال هم ددې جوګه نه دی چې د لس کهربه روپو اضافي محصولات راټول کړل شي.

هغه وايي که اوس حکومت په تېکسونو کې ورکړل شوي مراعات او استثنا بېرته اخلي نو ددې مطلب به دا وي چې په هغه څانګه به د ټېکس بوج سېوا کېږي.

دی وايي په کوم مد چې د ټېکس بوج سېوا شى نو هغوئ دا ټیکس د خپل جېب نه نه ورکوي او ددې بار به په عام صارف وراچوي او دې سره به د هیواد غريبه طبقه متاثره کېږي ولې چي ګراني به زياته شي.

نوموړی وايي حکومت غواړي چې دا اضافي محصولات د راتلونکي مالي کال لپاره د اقتصادي ودې د څلور فيصدي نه ترلاسه کړي خو وايي دغه هدف هم لاس ته راتلل مشکل دي

راپورونه وايي ايي ایم ایف غواړي چې پاکستان د انتظامي اقداماتو د لارې د محصولاتو راغونډولو پرځائ په ټېکسونو کې ورکړې شوې استثنا ختمه کړي.

رپورټ ترمخه د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره لا اوس هم د خبرو لړۍ روانه ده او مطبوعات وايي چې د زياتو محصولاتو راغونډولو په اړه د حکومت او ايي ايم ایف ترمنځ د مفاهمت امکان دی.

د اقتصادي چارو خبریال او کار پوهه مهتاب حېدر ډيوه ته وايي د ټیکسونو دا هدف ترلاسه کېدل ممکن دي خو که حکومت دا هدف د مخکې نه د ټیکس په جال کې د راغلو نه اخلي نو دا به سمه اقتصادي تګلاره نه وي.

دی واىي که حکومت په بالواسطه ټېکسونو کې ورکړی شوې استثنا واپس اخلي نو لا مهاله د هغې بوج به په غريبه طبقه غورځيږي.

دنوموړي په وینا پکار ده چې حکومت د هیواد طاقتورې او شتمنې طبقې ته ورکړل شوي مراعات بېرته واخلي خو ددې لپاره به سياسي عزم او د ټېکسونو جال پراخول وي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي دپاکستان وزيراعظم عمران خان به د کابینې په راتلونکې غونډه کې دمحصولاتو د سېوا کولو د وړاندېزونو منظوري ورکوي خو په دې کې ځنې معاملات حساسه دي.

راپورونه وايي د راتلونکي مالي کال بجټ چې په کومو دريوؤ بنيادونو جوړ کړی شوی دی په هغې کې نوي ټېکسونه نشته خو هغې کې د محصولاتو موجوده بنياد پراخول او د اي کامرس سېکټر د ټېکس لاندې راوستل شامل دي.

ویل کېږي چې د صدارتي حکمنامې لاندې معرفي کړل شوې د 140 اربو روپو کارپورېټ استثنا به اوس د فنانس بل 2021 برخه جوړولی شي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG