لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي ضلعو دپاره بجټ کې اېښودل کیدونکې پیسې ولې نه مصرفېږي؟


د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعو نه دحکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف دقامي اسمبلۍ غړي وايي مرکزي حکومت د قبايلي ضلعو دپاره دکال 2021-22 بجټ کې ديو شپيته بيلینه روپو بېلولو پلان لري.

تېر کال دغه بجټ يو 49 بيلینه روپۍ ؤ خو څيړونکي وايي صوبائي حکومت ددغه پېسو مصرف کولو توان نه لري او د تېر په څېر امکان دب چې داځل هم ددې پېسو ډيره برخه د مصرف کولو نه پاتې شي۔

دخېبر ضلعې نه د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی اقبال اپریدی وايي مرکزي حکومت د راتلونکي کال بجټ کې په چټکتیا دعمل پروګرام يا ایي ائي پي لاندې ديو شپيته بيلينه روپو مختص کولو پلان لري.

پاکستاني ميډيا دغه شمېرې 54 بيلینه روپۍ ښودلې دي، خو اقبال ایريدی وايي د وزير اعظم او نورو وفاقي وزيرانو سره په ملاقاتونو کې يو شپيته بيلینه روپۍ يادې کړل شوي دي۔

تېر کال يو 49 بيلینه روپۍ مرکزي حکومت دقبایلي ضلعو دپاره ځانګړې کړې وې او د صوبائي حکومت او نورو مدونو کې راتلونکې پېسو سره ترقياتي بجت نزدې 96 بيلينه روپو ته رسيدلی ؤ چې پکې 43 بیلينه روپو نه زياتې پیسې جارې کړل شوې وې خو فقط 28 بیلینه روپۍ پکې مصرف شوې وې.

دا دپينځويشتم ائيني بدلون نه وروسته په قبايلي ضلعو کې دکليز سل بيلینه روپو مصرفولو دپروګرام برخه ده،

قبائيلي ضلعو ته په این ايف سي ايوارډ کې د درې فيصده برخې ورکولو وعده هم شوې وه خو د دريوؤ کالو تېريدو باوجود هم صوبې لا قبایلي ضلعو ته این ايف سي ايوارډ کې په برخې ورکولو نه دي رضا شوي.

څيړونکی او د اقتصادي چارو کار پوهه سجاد خان وائي د سندهـ صوبه هم په این ايف سي ايوارډ کې قبايلي ضلعو ته په برخه ورکولو نه ده راضي شوې .

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي نورې صوبې د پېسو د مصرف کولو د پاره کوټلې تګلاره غواړي او د خېبر پښتونخوا سره کومه داسې تګ لاره نشته چې صوبې پرې قانع کړي ځکه چې په تيرو دريوؤ کالو کې يو کال هم په جاري شوو پېسو کې ټولې نه دي مصرف شوي او هم دغه وجه ده چې صوبې لا تراوسه هم بې باوره دي.

د قبایلي ضلعو دصوبائي اسمبلۍ د مخالفه سياسي ګوندونو غړي هم د ترقياتي پنګو د نه مصرف کيدو پسر وخت په وخت احتجاونه کوي.

د عوامي نیشنل ګوند دصوبایي اسمبلۍ غړی نثار مومند وايي دوئ د صوبائي بجټ اجلاس کې دا پوښتنې راپورته کوي چې په قبايلي ضلعو کې د ضرورت باجود ولې ورکړل شوي فنډونه نه خرچ کيږي؟

د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی اقبال اپريدی وايي د ټولو پېسو دنه مصرف کيدو لاملونه دصوبائي محکمو کمزوري او د ټهيکدارانو لخوا ورکړل شوې د ترقياتي کارونو ټېکې په وخت سر ته نه رسول دي۔

نوموړي وويل په سندهـ صوبه کې پاکستان پيپلز پارټۍ حکومت قبايلي ضلعو ته برخه ورکولو کې غېر سنجيده ده او اوس حکومت د منظوریدونکو پېسو په مکمله توګه مصرف کولو د پاره کلک د څارنې نٖظام جوړوي او دا ټول بجټ به پخپل وخت په بشپړ ډول مصرفولی شي.

د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د پينځويشتم ائيني بدلون لاندې په کال 2018 کې په صوبه کې ورګډې کړل شوې وې او دلته د ترقياتي کارونو د پاره د لسو کالو د پاره کليز د سل بیلینه روپو خرچ کولو وعده شوې وه۔

دا سيمې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې اغيزمنې شوي دي اؤ څېړونکي وایي دلته د صحت، تعليم،سړکونو او نوره بنيادي ځاندره د ملک نورو برخو په پرتله کمزورې او ورانه ده.

څيړونکي وايي که حکومت دغه پېسې په بشپړ ډول قبایلي ضلعو ته ورکړي او په وخت مصرف شي نو دلته ډيرې نيمګړتياوې پوره کيدی شي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG