لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې 33 میلینونه کم عمره ماشومان خواري مزدوري کوي


په نړۍ کې دولسم جون د خواريکښو ماشومانو د ورځې په توګه نمانځل کيږي، پاکستان هم د نړۍ هغه هېوادونو کې دی چې پکې په لکونو ماشومان د تعليم نه بې برخې دي او په کم عمرۍ کې محنت مزدوري کوي۔

اته کلن عبدالصمد د پېښور يوه مستري خانه کې د ورځې په پنځوس روپۍ مزدورۍ کار کوي، هغه وايي په پينځم ټولګي کې يې د تعليم لړۍ قطعه کړې او پلار يي غوښتل چې سکول پريږدي او مزدوري شروع کړي۔

عبدالصمد په کمزوري بدن په مستري خانه کې دروند کار کوي، وايي غوښتل يي چې تعليم ترلاسه کړي خو د کورني غربت له وجې یې دغه ارمان نيمګړې پاتې شو۔

د ماشومانو دحقونو د پاره کارکوونکی عمران ټکر وايي په پاکستان کې په کال 1996کې دخواريکښو ماشومانو په اړه دشوې سروی یا نظر پوښتنې تر مخه په پاکستان کې دري ديرش ميلينه کم عمره ماشومان خواري مزدوري کوي.

ډيوه سره خبرو کې عمران ټکر وايي تازه شمېرې ښاېي موجوده وخت په پاکستان کې دوه نيم کروړه ماشومان سکولونو ته نه ځي او په دغې کې يو کروړ ماشومان خوارۍ مزدورۍ ته ځي۔

عمران ټکر وويل په کال 2017 کې د سرکاري شمېرو تر مخه د قبایلي ضلعو نه علاوه په خېبر پښتونخوا کې 18 لکه ماشومان سکول ته نه ځي نو مطلب چې دغه کې هم زياتره ماشومان خواري مزدوري کوي۔

د پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزيري شيرين مزاري ويلي د پاکستان اساسي قانون د دولسو کالو نه کم عمر ماشومانو څخه دمشقت اخستلو اجازت نه ورکوي،

هغه وایي چې څوک د دولسو کالو نه کم عمره ماشومانو باندې مزدوري کوي هغه د پاکستان د ائين او د ماشومانو نړيوالو قوانينو خلاف ورزي کوي۔

په ټويټر خپل یو ویډيو بیان کې شيرين مزاري ویلي" په خاصه توګه هغه ماشومان چې په کورونو کې کار کوي زمونږ حکومت د هغې په خصوصي توګه ممانعت کړی دی۔ د1991 دماشومانو د کار ايکټ کې يې ترميم کړی او که څوک داسې ماشوم تاسو پيژنئ چې کوم کور کې کار کوي هغه پوليس ته رپورټ کړئ"

د ماشومانو د حقونو د پاره دکارکوونکې نړيوالې ادارې يونېسیف ترمخه په ټوله نړۍ کې يو سل شپيته ميلينه ماشومان خواري مزدوري کوي او په وروستيو څلورو کالو کې په دې کې اته اعشاريه څلور فيصده زياتوالی راغلی دی، په دې کې درې شپېته ميلينه جينکۍ او اووه نوي ميلينه هلکان شامل دي۔

دا شمېرې د کال دوه زره شلم د اولنو ورځو پورې راټولې کړې شوي دي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG