لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمنفي تبلیغاتو باوجود پاکستان کې تر اوسه څومره کسانو ته کرونا ضد ویکسین لګول شوي؟


پاکستان کې دڅلورو میاشتو تیریدو باوجود دحکومتي شمیرو تر مخه اتویشتو لکو اؤ یو پنځوس زره تنانو ته دکرونا ضد ویکسین مکمل او دوه پنځوس لکه دوه اتیا زرو تنانو ته یو خوراک ورکړل شوی دی چې په دې حساب دا د ټولې آبادۍ د یو فیصد نه لږ سیوا خلک جوړیږي .

ولس ته دکرونا ضد ویکسین ورکولو لړۍ په پاکستان کې د روان کال د فرورۍ په دریمه نیټه شروع شوې وه چې تر اوسه دوام لري اؤ حکومت یو کروړ نه زیاتو کسانو ته ویکسین لګول خپله لویه بریا بولي.

وایس اف امریکا ډیوه چې د ځوانانو ډاکټرانو د اتحادیې د ایګزیکټیو کونسل غړي ډاکټراحمد زیب سره په دې موضوع خبرې وکړې نو هغه وویل د نورو ویکسینو په څیر د کرونا ویکسین په بابله هم ټولنه کې منفي تبلیغات خپاره کړی شوي دي.

هغه وایي "مونږ وینو چې لوستي خلک هم تر اوسه د ویکسین په هکله شک کوي. د افواګانو په بنیاد هغوئ د ویکسین لګولو نه انکاري دي. ددې نتیجه داده چې د کرونا هرې چپې کې د تیرې په نسبت زیات زیان کیږي"

ډاکټر احمد زیب زیاته کړه د دریمې چپې نه وروسته اوس د خلکو پوهه کې اضافه شوې ده خو دې کې به نوره اضافه هم پکار وي ځکه که څلورمه چپه راځي نو چې مونږ ورته چمتو یو.

نوموړی وایي که د کرونا څلورمه چپه راغله نو هغه به د نورو نه زیاته خطرناکه او زوروره وي نو ځکه د حکومت تر څنګ د ټولنې نورو وګړو له هم پکار دي چې د ویکسین په هکله عامو خلکو کې د پوهې بیدارولو لپاره کوششونه وکړي.

بل پلو ته د بنو پولیسو شپږ زنانه مامورینې یا سپاهیانې په دې د ملازمت نه معطله کړې دي چې د کرونا ضد د ویکسین لګولو نه یې انکار کړی ؤ.

دغه راز د ځوانانو ډاکټرانو د اتحادیې ویاند ډاکټر فهیم الله وایي حکومت تر خپله وسه هر ځائ ته ویکسین رسولي دي.

هغه وایي لرې پرتو علاقو ته دا ویکسین ځکه نه شي رسیدی چې ویکسین د یو نظام لاندې ورکړی کیږي. ددې د محفوظ ساتلو او ریکارډ خوندي کولو لپاره ضروري ده چې دادې مخصوصو ځایونو کې ورکړی شي.

ډاکټر فهیم وایي حکومت له پکار دي چې قامي او مذهبي مشرانو سره کښیني د ویکسینو په هکله د هغوئ د تحفظاتو او شکونو سپیناوی وکړي.

"ټول باید کښیني،په جوماتونو کې، مدرسو کې، کلیو بانډو کې. دې سره به شکونه ختم شي او هم دغه مشران به د حکومت پیغام مخ ته وړي. ځکه چې هلته نه موبایل فون شته او نه ټي وي"

هم دې لړ کې پرون د پیښور ډپټي کمشنر د صوبې مهمو مذهبي عالمانو، مفتیانو او د جوماتونو امامانو سره غونډه کړې.

ډپټي کمشنر دوئ ته خواست کړی چې د کرونا ویکسین لړۍ کې دې د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

دغه راز ډي سي د ودونو هالونو او هوټلو کې کارکوونکو ته ویلي چې زر تر زره دې ویکسین ولګوي ګنې ددوئ خلاف به قانوني کاروایي وکړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG