لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان بجټ ته کاروباري اؤ سیاسي طبقې په څه نظر ګوري؟


د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترين قامي اسمبلۍ ته د وړاندې کړی شوي مالي کال 2021-22 دکليز بجټ دفاع کړې او دا یې د اقتصادي ودې او د ولسي اسانيو بجټ ګرځولی.

دهیواد سرمایه داران هم ددې بجټ ستاینه کوي خو مخالف سياسي ګوندونه بجټ ردوي او دا د دروغو او په جعلي شمېرو جوړ کړی شوی بجټ ګرځوي او وايي په پارلیمان کې به ددې د منظورولو مخه نيسي.

د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترين د بجټ وروسته د تجارت او نورو وزيرانو سره یو ځائ د خالي په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وینا کې وویل مونږ د اقتصادي ودې بجټ وړاندې کړی خو په ډاګه یې کړه چې د اقتصادي ودې استحکام به د حکومت لپاره يو چېلنج وي.

نوموړي وويل حکومت به هڅه کوي چې درامدات زيات کړي او په راتلونکي مالي کال کې 500 اربه روپۍ اضافي محصولات راټول کړي.

هغه وويل د ټېکس چوکاټ نه د بهر خلکو دې چوکاټ ته د راننویستلو د لپاره به هغوئ ته د بجلۍ او ګېس د بلونو د لارې رسد کولی شي.

په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو سياسي ګوندونو مشر شهباز شريف او د پيپلز ګوند چېرمېن بلال بهټو زرداري مطبوعاتو سره د بجټ پېش کېدو وروسته خبرو کې وويل د بجټ په منظورۍ کې به حکومت ته سخت وخت ورکوي.

شهباز شريف وايي په دې بجټ کې به د حکومت د دروغو او جعلي شمار شمېرو حقیقت په پارلیمان کې ښکاره کوي.

نوموړی زیاتوي په هېواد کې غريب خلک د لوږي او ګرانۍ د لا سه مرى او حکومت وايي چې ملکي اقتصاد مخ په بره روان دی.

دا شان دپیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري وايي حکومت چې کوم بجټ وړاندې کړی داسې ښکاري چې دا دبل کوم هیواد بجټ وي.

دی واىي په يو ملک کې چې خلک د تاریخي ګرانۍ او بې روزګارۍ سره مخ وي د هغه ملک د خزانې وزیر او وزیر اعظم په کومه خوله د اقتصادي ترقۍ خبره کوي دغه خبرو کې وزن نشته.

د عوامي نېشنل ګوند ویاند او پخوانی سنېټر زاهد خان دا بجټ د ایي ایم ایف بجټ ګرځوي او وايي دا د غريب ولس نه بلکې د سرمايه داره طبقې بجټ دی.

زاهد خان وايي حکومت دې چيني، د خوراک څښاک څېزونه او د بجلۍ ګېس او دوايانو نرخونه لاندې راولي بیا به ولس ومني چې دا اقتصادي ترقۍ بجټ دی.

اخوا د هېواد تاجران او د چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټريز مشران د راتلونکي کال بجټ ستایي او وايي په دې کې کاروباري طبقې او عام خلکو ته اسانۍ ورکړی شوې دي.

ورځپاڼه ډان د کراچۍ د چېمبر اف کامرس د مشر زبېر موتي واله له خولې لیکي چې حکومت په بجټ کې عام تن او صنعتونو ته ډېرې اسانۍ ورکړې دي.

نوموړی وايي حکومت د افسر شاهي صوابدېديدى اختيارات کم کړي خو وايي که حکومت د ټیکس جال پراخول غواړي نو باید چې داسې ساز ګار ماحول پېدا کړي چې خلک په خپله خوښه ټېکس ورکولو ته اماده شي.

دخېبر پښتونخوا د چېمبر اف کامرس پخوانی مشر او د پاکستان هارټي کلچر ډوېلپمنټ اېنډ اېکسپورټ چېرمېن اسحاق خان ډيوه سره خبرو کې دا بجټ ولسي بجټ بللی او وايي دا به د هېواد اقتصاد او صنعتوته ښه کړي.

هغه وايي دې بجټ سره به په هېواد کې نوې کارخانې ولګي، جي ډي پي به ښه شي او خلکو ته به روزګار په لاس ورشي.

اخوا د ال پاکستان انجمن تاجران مشر اجمل بلوڅ وايي په دې بجټ کې د وړو دوکاندارانو لپاره هېڅ اسانۍ نشته.

دې واىي مونږ ټیکس ورکولو ته تیار يو خو باید چې حکومت د محصولاتو د مرکزي ادارې چارواکي د وړو کاروباريانو د ویرولو څخه منعې کړي.

د خزانې وزیر شوکت ترين په خپل پوسټ بجټ کانفرنس کې ووېل چې لوي ريټېلرز د 500 ارب روپو مال خرڅوي او حکومت به کوشش کوي چې په لويو سټورونو باندې سېلز ټېکس ولګوي.

د خزانې وزیر دا هم واضحه کړه چې حکومت به په موبایل کالونو، د انټرنيت نېټ ډېټا په استعمال او اېس اېم اېس ټېکس نه لګوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG