لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې اوس هم زمکني ماینونه د ماشومانو ژوند ته یو ستر ګواښ دی


زمکني ماینونه اؤ د زمکې لاندې ښخ کړل شوي نور چاودیدونکي مواد اوس هم په ځېنو قبایلي ضلعو کې دخلکو په ځانګړي ډول د وړو ماشومانو اؤ امنیتي ځواکونو ژوند ته ستر خطر دی.

خو رپورټونه وایي چې اوس په قبایلي ضلعو کې د زمکنیو ماینونو د ویستلو اؤ نورو چاودیدونکو د شنډؤلو کار روان دی.

په وروستيو کې د قبایلی ضلعو سره تړاؤ لرونکو پينځوؤ وکيلانو پېښور هايي کورټ ته يو خواست کړی چې په خېبر پښتونخوا کې ورګډو کړل شوؤ قبایلي سيمو کې دې زمکني ماینونه اؤ نور ښخ کړل شوي چاودیدونکي مواد صفا کړل شي

دغو وکیلانو پخپل خواست کې دا غوښتنه هم کړې ده چې ددې ماینونو په چاودنو کې د مړو شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو کورنیو ته باید معاوضه ورکړل شي.

دپاکستان ډاڼ ورځپاڼه کې دخالي په ورځ خپور شوي یو راپور کې ویل شوي چې د حکومتي چارواکو او دستاویزاتو تر مخه په سویلي او شمالي وزيرستان قبایلي ضلعو کې اوس هم د عامه خلکو او په ځانګړې توګه د ماشومانو او د ځواکونو ژوند ته د دغه زمکنیو ماینونو د لاسه خطر موجود دی.

راپور کې ویل شوي چې په یادو جنګ ځپلو قبایلي سيمو کې په ډیرو ځایونو کې دغه چاودېدونکي مواد يا بارود او ماينونه موجود دي او د خلکو ژوند ته یې ګواښونه راولاړ کړي دي.

د شمالي وزيرستان نه دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي مير کلام وزير په دې اړه وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي د زمکې لاندې ښخ ماینونه په جنوبي او شمالي وزيرستان کې ډېره لويه مسله ده،

هغه وایي "زمونږ بلها ځوانان په دغه سيمو کې دماینونو دچاودنو له امله د لاسو او پښو نه معذوره شوي دي، ډېر پکې شهيدان شوي دي او ډېر تاوانونه پکې د خلکو شوي دي"

دمیر کلام وزیر په وینا "دلته چې کوم خلک دماینونو له امله اغېزمن شوي هغه سلګونو ته رسېدلي دي. دا په بنيادي توګه ډېره د اندېښنې وړ خبره ده زمونږ د خلکو د پاره. نو زمونږ هم دا غوښتنه ده د رياست نه چې دا دومره ګران کار نه دی. په دې باندې دې کار وشي ځکه چې د يو انسان د وجود يو اندام ډیر قيمت لري او په دې کې ترې هغه ټول عمر معذوره شي"

څوکاله وړاندې د پښتنو د حقونو د تحفظ لپاره رامنځته شوی تحريک پي‌ ټي ایم یا دپښتون ژغورنې غورځنګ هم د ماينونو په مسله خپل غږ پورته کړی او د حکومت نه يې غوښتنه کړې چې دغه سيمې باید له ماینونو پاکې کړل شي.

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د فوځ یو يونټ د دغو سیمو دننه دماین پاکۍ اؤ د چاودېدونکو موادو دشنډولو کار روان کړی دی خو اوس هم څه اتيا مربع کلوميټره علاقې نه دماین پاکۍ کار پاتې دی.

د ډان ورځپاڼې سره کار کوونکی خبريال ذوالفقار علي وايي د ځواکونو لپاره په دغه قبایلي سيمو کې د افغانستان د جنګ د وختونو، په پټو او نورو ځايونو کې په ځمکه کې ښخ ماينونه او نور چاودېدونکي مواد لرې کول به يو غټ چېلنج وي.

هغه وایي حکومت او امنیتي ته دوه قسمه چېلنجز دي "يو خو ماينونه دي چې هغه ښخ شوي دي چې هغه اخوا کړي او دې نه علاوه هغه بارودي مواد لکه د توپې ګولۍ، مارټر ګولۍ او داسې نور بمونه دي چې توغول شوي دي خو چاودیدلي نه دي"

د خبریال ذوالفقار علي په خبره "ماينز چې دي هغه خو ښکاره ده که یو چا ښخ کړي وي هغه سرکار ته پته لګي. هغه سيمه د ماينز نه صفا کړي. خو د نورو بارودي موادو چې هغه خلکو پرېښودې دي يا په کورونو کې پاتې شوي دي او يا پټو کې پراته دي هغې معلومول يو ګران کار دی. دې د پاره به په مکمله توګه د ماينز لرې کولو يو مهم ضرورت وي"

د سرکاري دستاويز تر مخه د ملاکنډ او باجوړ سیمې چې دلته هم ډېر وخت جنګ تېر شوی د ماينز او چاودېدونکو موادو نه په بشپړ ډول صفا کړی شوي دي. او د صوبې نورو ضم کړل شوؤ قباېلي سيمو کې لا دغه کار روان دی.

دماین پاکۍ اؤ‌ پټو چاودیدونکو موادو شنډولو دغه کار د پاره دا وخت څه اتيا ټيمونه يا ټولګي د قبایلي ضلعو بیلا بیلو ځايونو کې کار کوي او چاودېدونکی مواد، ماينز، دنانځکو په څېر بمونه او ځایي جوړ شوي چاودېدونکي الات يا ايي اي ډيز شنډولو او دغه علاقې صفا کولو کار يې روان کړی دی.

د کال ۲۰۱۸ راهسې د زمکنیو ماینونو په چاودنو کې څه ۳۷ فوځيان په نخښه شوي او ۱۷ سخت تپيان شوي دي.

هم دغسې څه ۴۵ ځایي خلک هم د دې ماينونو په چاودنو کې وژل شوي دي او څه ۸۵ ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG