لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجاني خیلو اؤ حکومتي چارواکو ترمنځ خبرې پیل شوي


د بنو په جاني خېل سیمه کې قامي مشر ملک نصيب خان تر وژنې وروسته نن په ديارلسمه ورځ هم احتجاجي پرلت روان دی اؤ پرلت کوونکي او پخپله حکومتي چارواکي وايي د دوئ تر مينځه د خبرو عمل پيل شوی.

د پرلت يو ګډون وال لطيف وزيري وويل تيره ورځ حکومتي جرګې دوئ ته دپرلت پرمهال دنيول شوؤ کسانو دخوشي کيدو، د دوئ پرخلاف دې دوران کې دجوړې شوې مقدمې ختمولو او د لارو خلاصولو باور ورکړو.

هغه وويل د دوئ 20 کسان نيول شوي، په پرلت کوونکو درې مقدمې درج شوي او جاني خيل ته غځيدلې ټولې لارې تړل شوې دي.

د پوليسو په مقدمه کې ويل شوي چې احتجاج کوونکو د وينا پرمهال د رياست، رياستي اؤ امنيتي ادارو او موجوده حکومت پر ضد دسپکاوي ویناګانې کړې دي، خو لطيف وزيري وایي دوئ هيڅ غير قانوني کار نه دی کړی او دوئ د وژل شوي مشر نصيب خان کورنۍ ته د انصاف تر لاسه کيدو سره په سيمه کې د امنيت دټينګښت غوښته کوي.

په جاني خبل کې دا پرلت تر هغې وروسته پيل شوی چې په 30م مئ يو ځايي مشر نصيب خان په ډزو ووژل شو اؤ پوليسو مقدمه د نامولومه کسانو پر ضد درج کړه.

جاني خيل د بنو ښار نه نزدې 25 کلومیټره لرې سویل لودیز او شمالي وزیرستان پولې سره جوخته علاقه ده او په دې کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د میزان په نوم عملیات کړي وؤ.

وروسته دامنیتي ځواکونو لخوا په دغه سیمه کې د امنیت په ځائ کیدو دعوې هم شوې وې اؤ د عملیاتو په پایله کې بې کوره شوي خلک بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړل شوي وؤ.

د مارچ 21 نیټه په جاني خېل کې د څلورو تنکيو هلکانو مړي په داسې حال کې موندل شوی وؤ چې تشدد پرې شوی ؤ او بیا خاورو کې ښخ کړی شوي وؤ.

ددغه پیښې پرضد په احتجاجي پرلت ناستو کسانو سره د صوبې اعلي وزیر محمود خان په 29 مارچ یو تړون لاس کړی ؤ چې پکې د سیمې دامنیت ټیګښت سره، د تنکو هلکانو په وژنه دتورنو کسانو دمعلومو لو او بیا عدالت ته د وړاندې کولو ژمنې شوې وې.

ددې ترڅنګ په یاد تړون کې دا ژمنه هم شوې وه چې دسیمې نه په زوره بې درکه کړل شوي کسان به عدالتونو ته وړاندې کولی اؤ یا خوشي کولی شي.

د جاني خیل قام یو مشر صابر سردي خېل وویل په دې کې تر اوسه یوه ژمنه هم نه ده عملي کړل شوې ،په سیمه کې ناامني دوام لري هره ورځ پکې وژنې کیږی او قاتل نه معلومیږي.

هغه زیاته کړه دوئ غوښتنه کوي چې دصوبې اعلا وزیر سره کوم تړون لاس لیک شوی دا دې عملي شي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د تیرو دیارلسو ورځو نه سره د مړي په احتجاجي پرلت ناست دي تر اوسه د دوئ غوښتو ته حکومتي چارواکو څه سنجیدګي نه ده ښودلې او که غوښتنې دغلته نه منل کیږي بیا به مخکې حرکت کوي.

وائس اف امریکه ډیوه په دې اړوند په سیمه کې د حکومتي چارواکو سره بیا بیا د رابطې هڅه کړې خو څه څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل د احتجاج کوونکو سره د علاقایي جرګې د لارې خبرې روانې شوې دي.

هغه وایي د بنو ضلعې سره تړاو لرونکي د دوئ نیول شوي شپږ کسان خوشي شوي او د نورو ضلعو انتظامیي مشرانو ته خواست شوی چې دا نور کسان دې هم زر خوشي کړي.

نوموړی وویل جاني خیلو ته غځېدلې ټولې لارې پرانستل شوي او دمشرانو په ذریعه به نن بیا دې پرلت کوونکو ته جرګه ورځي چې پکې به د بنو سیمې کمیشنر، مرستیال کمیشنر او پولیس افسران هم شامل وي.

په جرګه کې به په دوئ جوړې مقدمې ختمولو سره د دوئ نورې غوښتنې هم ومنل شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG