لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا په هسپتالونو د کرونا د ناروغانو بوج کم شوی


دخېبر پښتونخوا حکومت چارواکي وايي په صوبه کې د کرونا دريمې څپې زور ناستی اؤ د کرونا وايرس نوؤ پېښو کې کمی راغلی چې له امله یې په روغتونو بوج کم شوی دی.

خو د روغتیایي چارو پوهان وايي په په نوؤ پېښو کې د کمي مطلب د وبا ختميدل نه دي او د ځان ساتنې په ټولو اختياطي تدابيرو به اوس هم عمل کول وي .

کار پوهان وایي دکرونا ضد ويکسين لګولو سره ممکن ده چې ددې وایرس دڅلورمې څپې مخه ونيول شي۔

په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وبا د اړونده چارو ویاند ډاکټر اکرام خان وايي په صوبه کې يي په يو پنځوس هسپتالونو کې د کرونا ناروغانو د پاره وارډونه ځانګړي کړي وؤ خو اوس د تيرو څو هفتو راهسې دنوؤ مريضانو راتګ کم شوی دی۔

ډاکټر اکرام خان وويل د صوبې په ټولو هسپتالونو کې د کرونا مريضانو د پاره ځانګړو کټونو کې په پينځويشت فيصده کټونو ناروغان بستر دي او پينځه اويا خالي پراته دي۔

هغه وایي دکرونا پېښو کې له کمي راتلو وروسته به اوس په هغه هسپتالونو کې د عامو مريضانو معائنه يا د او پي ډي خدمات بيا پیل کیږي چې پکې د کرونا وبا له وجې دعامو ناروغانو د درملنې چارې ودرول شوې وې.

نوموړی وایي د ګل د ورځې نه به ليډي ريډنګ روغتون او نورو لویو هسپتالونو کې او پي ډي بيا شروع کړی شي۔

ډاکټر اکرام خان وايي په صوبه کې تراوسه نزدې ديارلسو لکو خلکو ته کرونا ضد ويکسين لګول شوي دي،

دنوموړي په وینا د ويکسين د پاره پينځه سوه مرکزونه د وړاندې نه پرانستل شوي، درې سوه نور په نزديو ورځو کې پرانستل کیږي او او پينځه څلويښت موبائيل سنټرې هم جوړې کړی شوې دي۔

د سرکاري شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې په دولسم جون دري سوه او اته او په يولسم جون يو سل شپږ اتيا د کرونا نوي کېسونه رپورټ شوې وو او په دولسم جون ديارلس او په يولسم جون نهه تنانو ددې وبا له امله خپل ژوند د لاسه ورکړی ؤ۔

د پېښور دليډي ريډنګ روغتون وياند محمد عاصم وايي د مارچ دمياشتې نه راپديخوا د دوئ او پي ډي بنده کړی شوې وه خو د ګل ورځې نه به بیا پرانستل کيږي .

ډیوه سره خبرو کې هغه ویل د او پي ټي پرانستل کیدو سره به په اول پړاؤ کې په محدوده توګه مريضان کتل کيږي۔

د حکومتي شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې تراوسه يو لک، پينځه ديرش زره، اته سوه او اووه اويا د کرونا کېسونه رپورټ شوي دي.

همدا شان صوبه کې په دې وایرس تر اوسه څلور زره دوه سوه او شپاړس کسان مړه شوي هم دي.

د روغتیایي چارو کارپوهان وايي د صوبې لري پرتو علاقو نه په وبا داخته تنانو او ددې وایرس دلاسه د مړو شمېر په سمه توګه نه رپورټ کيږي او په اصل کې د کرونا نه داغيز من شوو خلکو شمېره له دې زیاته کیدای شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG