لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور د غټ سرکاري ليډي ريډنګ روغتون او پي ډي په محدوده کچه پرانستل شوه


د خېبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور تر ټولو غټ سرکاري روغتون ليډي ريډنګ او پي ډي په محدوده کچه پرانستل شوه او د ورځې به پکې 500 ناروغان کتل کيږي.

د ليډي ريډنګ روغتون وياند عاصم خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل د روغتون د او پي ډي په محدوده کچه د پرانستو پريکړه شوې او د نن څخه او پي ډي پرانستل شوې ده.

هغه وويل د او پي ډي پرانستو فېصله د کرونا پېښو کمېدو ته په کتو شوې ده. د محمد عاصم په وېنا دا وخت د ليډي ريډنګ روغتون په کرونا کمپلېکس يا وارډ کې د کرونا 85 ناروغان داخل دي.

د پېښور تر ټولو غټ سرکاري روغتون او پي ډي نزدې درې مياشتې وړاندې د کرونا وبا له عمله تړل شوې وه، د روغتون د شمېرو ترمخه په عامو ورځو کې په اوپي ډي کې د 5000 نه تر7000 پورې ناروغان کتل کيږي.

دا چې د ليډي ريډنګ اوپي ډي به په بشپړه توګه کله پرانستل شي ؟ د روغتون وياند وايي يوه اوونۍ وروسته به د کرونا د ناروغانو جاج اخستلی شي او که د کرونا ناروغانو شمېره نوره کمه شوې وه نو ورسره په او پي ډي کې د ناروغانو شمېره سېوا کړي او تر 1500 پورې به يې ورسوي.

د ليډي ريډنګ روغتون او پي ډي په داسې حال کې پرانستل شوې چې په پاکستان کې د کرونا څخه د مړو شمېرې راکمې شوي او په تېر شواروځ کې 34 کسان په کرونا مړه شوي دي.

په دغه شمېره کې اته کسان په خېبر پښتونخوا کې مړه شوې دي.

د ليډي ريډنګ وياند وايي د روغتون ايمرجنسي يا بيړنو پېښو د کتنې څانګه کله هم نه وه تړل شوې او اوس پکې هم د 1500 تر 3000 پورې کسان د ورځې کتل کيږي.

محمد عاصم وايي خلکو ته خواست کوي چې او پي ډي پرانستل شوه خو يو دا چې خلک روغتون ته راځي ماسک دې ضرور اچوي، فاصله دې ساتي او د يو ناروغه تن سره دې هم يو تن روغتون ته راځي چې ګڼه نه جوړيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG