لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قومي اسبملۍ سپيکر: په اېوان کې چې چا کنځلې کړي پلټنې به يې کوي


د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د حکومتي او مخالفه ګوندونو د غړو لخوا په يو بل د نعرو وهلو او ګوزارونو کولو وروسته اسپيکر اسد قېصر ویلي، "د دغه پېښې پلټنې به کوي او چا چې غېر پارلیماني ژبه کارولې هغو غړو ته به سبا پارلیمان ته د ورتلو اجازه نه وي".

د پاکستان په قومي اسمبلۍ/ ښکتني اېوان کې پرون د (نهې/ سه شنبې په ورځ، 15 جون) د اپوزيشن مشر شهباز شريف د وېنا په مهال نښتې شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو خپرو شوو ويډيوز کې ليدل کيږي چې د حکومتي واکمنه ګوند تحریک انصاف او مسلم ليګ ن غړو په يو بل د بجټ د کتابونو ګوزارونه کړي او په يو بل يې نعرې وهلې دي.

شهباز شريف په ټویټر ويلي،

"نن ټول قوم د ټي وي په شيشه وليده چې څنګه حکومت په اېوان کې غنډه ګردي وکړه او لوڅې کنځلې يې وکړې. قوم وليده چې عمران نيازي (وزيراعظم عمران خان) په اخلاقو کچه سړی دی، او څنګه يې پي ټي ايي (حکومتي ګوند) يو فسطايي او په کنځلو والا ډله بدل کړی دی، صد افسوس".

د اطلاعاتو وزير فواد چودري په ټویټر يوه ويډيو خپره کړې او ویلي يې دي،

"جګړه د علي ګوهر بلوچ د نعرو نه پېل شوې، د نون ليګ MNA’s (د قومي اسبملۍ غړو) پارلیماني اقدار شاته کړي او لوڅې کنځلې يې کړي دي په دې ځوانان غړي جذباتي شوي او بيا د بجټ کتابونو ویشتو سلسله پېل شوه".

په ټولنيزو رسنيو د قومي اسمبلۍ په پرونۍ غونډه تود بحث روان دی، زياتره خلکو ويلي چې د منتخب استازو دا حال وي قوم له به څه ګټه وکړي.

د پاکستان پخواني ستوري کرکټر شاهد افريدي په ټویټر ویلي،

"کومه طوفان بدتميزي چې په اسمبلۍ کې شوې او ناوړه ژبه او توري کارول شوي د دې په ليدو مې سر د شرمه ټيټ شو. دا زمونږ واکمن او استازي؟ دا خلک خو د يو بل سره په تميز خبرې نه شي کولی، زمونږ استازيتوب او د ملک د پرمختيا دپاره به څه کار وکړي. عقل زده کړئ".

د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر ويلي، د قومي اسمبلۍ په غونډه کې چې مخالفه او حکومتي غړو کومه غېر پارليماني رويه او ناوړه توري کارولي هغه د غندنې او خفګان وړ دي.

هغه ويلي د دغه پېښې به پوره پلټنې کوي او چا چې غېر پارلیماني ژبه کارولې هغو غړو ته به پارلیمان ته د داخلې اجازت نه وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG