لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې دسکولونو پرانستو اعلان خو استاذان اندېښمن دي


د خېبر پښتونخوا حکومت دجون 17مې نېټې نه په ټوله صوبه کې د سکولونو پرانستو اعلان کړی دی خو استاذن وایي قبایلي سیمو کې دسکولونو دننه داسانیو نشتوالی دې سخته ګرمۍ کې ماشومان دکړاؤنو سره مخ کولی شي.

د خېبرپښتونخوا منځنیو زده کړو دمحکمې لخوا خپره شوې اعلامیه کې ويل شوي چې په ګرمو سیمو کې به د سحر اوؤ بجو نه تر لسو بجو او يخو سیمو کې تر عام ټاکلي وخته سکولونه پرانستي وي.

دخېبر پښتونخوا ګرمو سيمو کې دا دسکولونو دګرمۍ د رختصتیو ورځې دي خو د کرونا له امله په تير وخت کې تعليمي ادارې بندې پاتې شوې وې او هغو سیمو کې د24م مئ نه بیا دسکولونو پرانستو اعلان شوی ؤ چې پکې دکرونا دپېښو کچه تر پینځه فیصدي کمه وه.

دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې دا مهال د کرونا دپېښو دکچې کمیدو ترڅنګ د تودوخې کچه لوړه شوې او د صوبې دمنځنیو زده کړو محکمې ويلي د ګل د ورځې نه به په يخو او ګرمو سیمو کې ټول سکولونه پرانستي وي.

خو استاذان وايي په ټوله خېبر پښتونخوا او په خصوصي توګه قبائيلي ضلعو کې سکولونه د بنيادي اسانتياؤ نه محرومه دي.

د قبائېلي ضلعو د استاذانو د اتحاديي نائب صدر مرجان علي وايي په دې ګرم موسم کې په سکولونو کې د اسانتياؤ دنشتوالي له امله زده کوونکي او استاذان د کړاؤنو سره مخ دي.

د نيوز لېنز نومې ادارې خپل دکال ۲۰۱۷ په يو رپورټ کې ويلي وؤ د خېبر پښتونخوا په 27 زرو سکولونو کې 10زره سکولونه د بنيادي اسانیو نه محرومه دي.

د روان کال د فرورۍ په مياشت کې د خېبر پښتونخوا د تعليم محکمې چارواکو ډيوه ته ويلي وؤ دقبائيلي ضلعو نزدې شپږو زرو سرکاري سکولونو کې تر نيمائي زياتو کې د بجلۍ ،دڅښلو داوبو او 42 فيصده کې دچارديوارۍ بندوبست نشته.

د خېبرپښتونخوا د دمنځنیو زده کړو دمحکمې سکتر يحيی اخونزاده وي او ای ډيوه ته وويل د دوئ په تعليمي ادارو کې په نيمګړتياو پوره کولو کار روان دی.

هغه وایي موجوده وخت کې په بيړني حالت کې د ضلعو تعليمي افسران کولی شي چې د ګرمۍ زياتیدو په صورت کې سمدستي د سکول د پرانستي ساتلو يا د هغې د وخت راکمولو پريکړه وکړی۔

څيړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې د زده کوونکو د تعليم لړۍ قطعه کولو يو لویې علت په تعليمي ادارو کې د بنيادي اسانتياؤ نشتوالی دی خو د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير شهرام خان ترکئ ډيوه ته په دې وروستیو کې ويلي وؤ د قبائيلي ضلعو تعليمي ادارو کې دبنيادي اسانیو برابرؤلو دپاره شپږ اربه روپۍ بېلې کړل شوي دي.

صوبایي وزیر وایي که سکولونو ته د نورو پېسو ضرورت هم پېښ شو نو حکومت به یې ورکوي .

دنوموړي د وینا له مخې دا پېسې د والدینو اؤ استاذانو دګډ کونسل په لاسو مصرف کيږي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG