لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته بیا دافغانانو داحتمالي کډوالۍ به په قبایلي ضلعو اغېز څه وي؟


دافغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان دقبائيلي سیمو اوسیدونکي هم په افغانستان کښی مخې ته راتلونکو دغه ممکنه د خطر نه ډکو حالاتو اندېښمن کړي اؤ ویره څرګندوي چې ترهګرۍ ځپلو دغو سیمو کښی به یو ځل بیا د تندلاریتوب اؤ ترهګرۍ کښې زیاتوالی مخې ته راشي.

دامریکا لخوا افغانستان څخه د روان کال د۱۱م ستمبر پورې دخپلو ځواکونو د ویستلو له اعلان وورسته دملګرو ملتونو اؤ اروپایي اتحادیې ترڅنګ دنړۍ دیو شمیر هیوادونو لخوا اندېښنې ښودل کیږي چې افغانستان کې حالات یو ځل دخانه جنګۍ په لوري تللی اؤ لکونه افغانان پاکستان کې کډوالۍ ته اړ کیدای شي.

دافغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان دقبائيلي سیمو اوسیدونکي هم په افغانستان کښی مخې ته راتلونکو دغه ممکنه د خطر نه ډکو حالاتو اندېښمن کړي اؤ ویره څرګندوي چې ترهګرۍ ځپلو دغو سیمو کښی به یو ځل بیا د تندلاریتوب اؤ ترهګرۍ کښې زیاتوالی مخې ته راشي.

د سیمې اوسیدونکي ګڼي چې که څه هم دغلته په بیلابیلو وختونو کښې د غیر قانوني ګرځول شوؤ وسله والو ډلو په ضد پوځي عملیات ترسره شوي خو اوس هم په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان, باجوړ اؤ مومند سیمو کښې ځایي، قامي, سیاسي اؤ مذهبی مشران په نخښه کولي شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم ځینو قبایلي ضلعو کښې په محدوده کچه پوځي عملیات دوام لري.

دمومند قبائيلي ضلعې سره تعلق لرونکی دفاعي څیړنکار بريګیډئير (ریټایرډ) سید نظیر وایي چې کله په افغانستان کښې داسې اړی ګړی جوړ شي نو په هغې کښې بیا داسې شبکو (طالبانو اؤ نورو وسله والو ډلو ) ته نور هم تقویت ترلاسه شي.

وي او ای ډیو سره خبرو کې دغه پخواني لوړ پوړي پاکستاني پوځي مشر وایي په داسې صورتحال کښې "ټوپک زما قانون" والا حساب کتاب پیدا شي .

دهغه په وینا "بیا به په افغانستان کښې خلک د هغوئ نه وسله اخلي اؤ دخپل حفاظت د پاره یا ددغه شبکو سره یوځائ کیدو د پاره، اؤ یا چې څوک زورور وي د هغوئ سره ملګرتیا پاره به یو ځائ کیږي چې ددې نتیجه کښې پاکستان د پاره خطر اضافه کیدای شي"

د افغانستان له اړخه د ترهګرو اؤ ترهګرۍ دمخنیوي په غرض پاکستان د تیرو څو کالونو راهسې د ډیورنډ په کرښه د بیلینونو ډالرو په مصرف په سلګونو کلو مټره اوږد ازغن تار لګولی اؤ د سلګونو په شمیره کښې یې امنیتی پوستې جوړې کړي چې پوځ هم پکې پرځائ کړل شوی دی.

خو په افغانستان کښې دپاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر تعلق یې د جنوبی وزیرستان سره دی, وائي"پاکستان دې شل وارې تار ولګوي دغه تار ته چې په لکونو افغانان راشي نو بیا دغه تار څنګه پاتې کیدای شي ؟"

د هغه په وینا په افغانستان کښې د امریکائي ځواکونو له وتلو وروسته که په امکاني توګه د امنیت وضعه خرابیږي نو افغانان به د خپل تحفظ په خاطر ارو مرو د پاکستان اؤ ایران اړخ ته هجرت کوي اؤ پاکستان نه شي کولی چې د ټوپک په زور دغه افغانان خپل هیواد ته یا قبائيلی سیمو ته د راتګ نه منعې کړي.

"دغلته پوځ پروت دی، دغلته پیکټونه (امنیتي پوستې) دي،که ټوپک پرې راخلاصوي نو نیم افغانستان به د پولې ترڅنګ ووژل شي،چې دا پاکستان نه شي کولی ځکه ټوله دنیا به یې ګوري"

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې پخپل یوه تازه رپورټ کښې ویلي چې هغوئ دافغانستان نه دامریکایي ځواکونو له وتلو نه وروسته ددغه هیواد نه بې کوره کیدونکو خلکو د پاره خپلې تیارۍ شروع کړې دي.

دغه اداره خپل رپورټ کښې وایي چې دخارجي ځواکونو وتلو سره په افغانستان کښې د تشدد په پېښو کښې اضافه راغلې اؤ ورسره د افغان حکومت اؤ طالبانو تر منځه د امن راوستلو عمل هم د سستۍ ښکار شوی دی.

دپخواني ډپلومات ایاز وزیر په وینا په داسې حالاتو کښې پاکستان هم مجبوره دی چې یا خو افغانانو له پخپله د راتلو لار ورکړي اؤ یا به افغانان په زور ځان ته لار وباسي.

هغه وایي که پاکستان په زور افغانان منعې کړل نو په دغه سیمه به یو ځل بیا اور ولګي اؤ که د زور نه یې ډډه وکړه نو کیدای شي چې قبائيلی سیمې ددغه اور نه خوندي پاتې شي.

په دې وروستیو کې داسې پوښتنې هم راولاړې شوي چې که دامریکایانو له وتلو وروسته طالبانو یو وارې بیا قدرت تر لاسه کړو نو په پاکستان به یې اغېزې څه وي ؟

ددې جواب کې پخوانی ډپلومات ایاز وزیر وایي "دا یو قدرتي امر دی چې که په افغانستان کښې اسلامی حکومت راشي،اؤ طالبان خو غواړي چې هلته اسلامی حکومت جوړ کړي اؤ شرعی نظام تطبیق کړي نو دلته پاکستان کښې هم چونکې د طالب نه علاوه نور خلک شته چې دلته شریعت غواړي, نو دا شخړه به دلته هم زور نیسي اؤ سیاسي اؤ مذهبي فشار به زیاتیږي چې له دې امله به دغه تندروه قوتونه نور هم زړه ور شي"

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG