لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو:دافغانستان په اړه تګلاره دې پارلیمان ته ښکاره کړل شي


پاکستان کې دحکومت مخالفه ګوند پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري غوښتنه کړې چې دحکومت له اړخه د افغانستان په اړه کومه سفارتي تګلاره خپله کړل شوې، هغه باید پارلیمان ته وړاندې کړل شي.

داسپیکر اسد قیصر په مشرۍ دبجټ په اړه راجوړې شوې د قامي اسمبلۍ غونډې ته خپله وینا کې د پیپلز ګوند چیرمین وویل مونږ د افغانستان په اړه ددغه حکومت پر تګ لاره اندېښنې لرو.

هغه وویل مونږ به دپخواني امر ضیاء الحق او پرویز مشرف په څېر عمران خان د خپلې ګټې ترلاسه کولو د پاره د افغانستان څخه استفادې کولو او د پاکستان په ګټې سودا کولو ته پرې نه ږدو.

"مونږ غوښتنه کوو چې د افغانستان د تګلارې په اړه چې کومې پریکړې کیږي د هغې څخه دې پارلیمان خبر کړې شی که هغه د تړلو دروازو ترشا دبریفنګ د لارې وي او که په پرانسته بحث کیږي"

هغه وایي "دافغانستان په اړه پرېکړو یا تګلاره کې چې کومې ادارې او وزارتونه ښکیل دې هغه دې د ولس نمائندګانو ته وښودل شي او مونږ ته دې وښودل شي چې په دې اړه څه پریکړې کیږي؟دا به یوه ښه تګ لاره وې ددې پر ځائ چې پټې پریکړې وکړی شي"

دبلاول بوټو ددغه غوښتنې په ځواب کې د قامي اسمبلۍ اسپیکر وویل چې د بجټ د غونډې ورسته به پر دغه معامله پارلیمان ته بشپړ احوال ورکړل شي.

په دې موقعه د انرژۍ وزیر حماد اظهر وویل پاکستان به افغانستان دپاره چاته پخپله خاوره د اډو جوړولو اجازه نه ورکوي.

خو هغه په پیپلز ګوند نیوکې وکړې او وئ ویل دا هغه ډله ده چې امریکا ته یې ویل تاسو ډرون حملې کوئ او مونږ به ددې غندنه کوؤ، خلک دې مري او دوئ به یې څه پرواه نه کوي.

په داسې حال کې چې د امریکایي صدر جوبائیډن د اعلان وروسته د افغانستان څخه د دبهرنیو ځواکونو د وتلو عمل پیل شوی دی، واشنګټن په دې لټه کې دی چې د افغانستان څخه د دوئ دپوځ تر وتلو وروسته په سیمه کې د تروریزم پرضد مبارزه روانه وساتي.

په ورستیو کې داسې راپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې امریکا په پاکستان کې دپوځي اډو تر لاسه کولو هېله منده ده خو د پاکستان د بهرنیو چار وزیر شاه محمود په څرګنده هغه ټول امکانات رد کړي وؤ چې ګنې پآکستان کې به امریکا ته پوځي اډې ورکړی شي.

بلاول بوټو په دې موقعه د حکومت له اړخه وړاندې کړی شوې کال ۲۲-۲۰۲۱ بجټ باندې هم سختې نیوکې وکړې او بجټ او د بجټ په اړه داسمبلۍ روانه غونډه دواړه یې غیر قانونې ګرځولي.

د ښاغلي بلاول ترمخه په بجټ کې د پنجاب نه علاوه ټولې صوبې دخپلو د حقونو څخه محرومه ساتل شوې دي.

هغه زیاته کړې تر اوسه نوی این ایف سي ایوارډ نه دی ورکړی شوی اؤ تر څو چې این ایف سي ایوارډ صوبو ته نه وي ورکړل شوی تر هغې به بجټ غیر ائیني وی.

نوموړي وویل که چرې صوبو ته ائینې برخه نه ورکول کیږي نو ټولو صوبو ته به نقصان وي.

هغه دا هم ویلي پاک چین اقتصادې راهداري د بلوچستان څخه شورو کیږې خو بلوچستان د سي پیک د ګټو څخه محروم دی.

دنوموړي په وینا حکومت ته به دهرې صوبې دپروژو په ګټه کې د هغه صوبې خلکو ته برخه ورکول وي که چرې داسې ونه شو نو دا به ډیره خطرناکه اقتصادي اشاریه وي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG