لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوال وايي: د ضرب عضب اووه کاله وشو خو لا هم کډوال يو


د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان نه د کال 2014 په نيمايي کۍ د ضرب عضب پوځي عملياتو څخه کډوال شوي ډېری کسان وايي اووه کاله يې د کډوالۍ وشو، د بنو د بکاخېلو او د خوست په ګلان کېمپ کې اوس د سختو ستونزو سره ژوند کوي.

په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب نومې پوځي عملياتو له امله د لس لکه پورې کورنۍ د خپلو کورونو نه په کډه کولو مجبوره شوې وې.

خاندان نومې تن وايي د شمالي وزیرستان د ضرب عضب عملیاتو په پایله کې بې کوره شوی او اوس په بنو کې په یو داسې کور کې د کډوالۍ ژوند تیروي چې د کور مالکان د ګرمۍ نه یخو علاقو ته تللی دي او چې واپس شي دوی به بیا د خېمو ژوند ته مخه وکړي.

د خاندان په خبره د تیرو اووه کلنو نه بې کوره دي د بې کوره کېدو په وخت حکومت د دوی سره ژمنه کړې وه چې په کډوالۍ کې به هر څه د حکومت زمه واري وي خو اوس یواځې 12زره روپۍ د مياشتې راکوي په خپله مریض دی په کور کې 12 تنه لري خو په دې مرستو يې هیڅ نه کیږي او د کور ضرورتونه پوره کولو لپاره په سوال پیسې غواړي.

په قبايلي ضلعو کې د افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي ایم اې) وایي، د جګړو او پوځي عملیاتو په نتیجه کې کډه شوې تر 16زره زیاتې رجسټر کورنۍ تر اوسه لا هم له قبایلي ضلعو بې کوره دي خو ځايي خلک او په خپله اداره مني چې هغه کورنۍ چې رجسټرېشن يې نه دی شوی نورې هم ډېرې زياتې دي.

د شمالي وزيرستان مداخېل قوم رحمت وزیر چې د کډوالو لپاره کار کوي وي او ای ډيوه ته يې وويل د بنوپه بکا خيل کېمپ او د هېواد په نورو سيمو کې مېشت کډوال د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي بايد حکومت هغوی خپلو علاقو ته واپس کولو د پاره زمينه برابره کړي.

هغه وویل زمونږه د هېواد په نورو سيمو کې چې کوم کډوال دي نو د هغوی دا غوښتنه ده چې مونږه دې خپل وطن ته واپس کړي ځکه چې هغه زمونږه خپل وطن دی او دلته زمونږه د پاره سهولتونه نيشته او بل دلته زمونږه تعليم هم خراب شوی دی او چې هلته خپل کورونه اباد کړو نو دغه به غوره وي.

پي ډي اېم اې وایي په دغو بې کوره شویو کورنیو کې 15200 د شمالي وزیرستان دي او پاتې شاوخوا 800 کورنۍ د خېبر ضلعې دي. دغه ټولې کورنۍ اوس په کېمپونو کې نه اوسېږي چې له امله یې دوی له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

اداره وایي د مسلم لیګ نواز ګوند تېر حکومت چې د ضرب عزب عملیاتو له کبله د شمالي وزیرستان د بې کوره شویو کورنیو لپاره کوم پېکیج اعلان کړی وو، له هغه څخه هره میاشت هرې رجسټر شوې کورنۍ ته 12000 روپۍ ورکول کېږي خو نارجسټر کورنۍ ترې محرومه دي.

د ادارې پي‌ ډي ایم اې ویاند احسان داوړ وایي، تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د شمالي وزیرستان ټول پاتې بې کوره شوي خلک به کله خپلو سیمو ته ور ستانه شي، خو وایي څومره زر چې کېدی شي د خلکو د ستنولو پلان به جوړوي.

هغه وايی تر څو چې دغه خلک د بې کورۍ ژوند کوي نو مونږ ورته فنډ لرو او د میاشتې به هرې کورنۍ ته 12 زره روپۍ ورکوو، دا سمه ده چې په 12زره به دومره کار نه کېږي خود نشتوالي نه دا هم ښه دي او دوی ته اته زره روپۍ د راشن دپاره هم ورکوو.

د ضرب عضب په پایله کې د وزیرستان څخه په زرګونو کورنۍ افغانستان ته هم تللې وې.

په څو پړاونو کې د وزیرستانیانو کډوالو یو شمېر کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې، خو تر اوسه هم په خوست کې خواوشا اته زره او پکتیکا کې درې زره کورنۍ مېشتې دي.

ډېری په خوست کې د ګلان په نوم د کډوالو په کمپ کې اوسي.

يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل دغه خلک چې افغانستان ته کډوال شوي د زياترو تعلق د هغو علاقو سره دی چې د افغانستان سره په پوله پرتې دي او په پوله پرتو علاقو کې اوس هم د تندلارو پرضد عمليات کيږي هغه وویل د دوی په واپسۍ کې لوی خنډ د خړ کمر پېښه ده چې کله دغه پېښه وشوه د هغې وروسته دغلته ناامني سېوا شوه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG