لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:په هیڅ صورت امریکا ته دپاکستان په خاوره اډې نه ورکوؤ


دپاکستان وزیراعظم عمران خان سکوټ انکار کړی چې دپاکستان دخاورې نه افغانستان کې دترهګرو په ضد کارروایۍ دپاره به پاکستان کې په هیڅ صورت امریکا ته پوځي یا هوایي اډې ورنه کړي.

دامریکایي ټي وي ایچ بي او سره خپله یوه تازه مرکه کې چې کله له هغه وپوښتل شول ایا پاکستان به دامریکا حکومت ته اجازه ورکړي چې دسي ایي ای دلارې دپاکستان څخه دپولې پورې غاړې ته القاعده ،داعش اؤ طالبان په نخښه کړي؟

عمران خان وویل بیخي نه، په یو صورت هم نه،مونږ به امریکا ته دپاکستان د زمکې نه افغانستان کې د هر رقم کارروایۍ کولو دپاره هیڅ اډه نه ورکوؤ.

د وزیراعظم عمران دا مرکه چې ټاکل شوې د یکشنبې یا اتوار په ماښام په بشپړ ډول خوریږي ، امریکا ته دپوځي اډو ورکولو دپوښتنې په اړه برخه یې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده .

دامریکا صدر جوبائیډن د۱۱م ستمبر پورې افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو د ویستلو اعلان کړی خو دامریکا دفاعي چارواکي اندېښنې ښایي چې دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې یو ځل بیا دالقاعده اؤ داعش په څېر ترهګرې ډلې سر راپورته کولی اؤ امریکا اؤ لویدیزو ایتلافیانو ته یې ګواښونه راولاړولی شي.

په دې وروستیو کې د امریکا وتلې ورځپاڼې نيو ېارک ټایمز په يو رپورټ کې ويلي وؤ چې امریکا د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ستنولو وروسته پدغه هېواد د نظر سانتي په موخه د اډې جوړولو لپاره پاکستان ته متوجه شوی خو ورسره یې د امريکايي چارواکو د خلې دا هم وېلي وو چې د پاکستان سره د اډو خبرې اوس مهال د ځڼد ښکار شوې دي.

د تیرې دوشنبې په ورځ دپاکستان صدر عارف علوي هم د ډان ټي وي سره یوه مرکه کې ویلي وؤ چې په خپل هېواد کې بل چاته پوځي اډې ورکول يوه حساسه معامله ده او هغه سل په سله باوري دی چې حکومت نه خو داسې څه پرېکړه کوي او نه به وکړي.

دپاکستان وزیراعظم چې تل دترهګرۍ په ضد جګړې ته دپاکستان دننوتلو مخالف پاتې شوی،دریځ لري چې افغان جګړه نظامي هواری نه لري اؤ دعوه کوي چې دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ اؤ بیا دافغانانو خپل منځي سیاسي خبرو اترو کې پاکستان ډیر کمکونه کړي دي.

د پاکستان لخوا خپل هیواد کې امریکا ته دپوځي اؤ هوایي اډو په نه ورکولو څېړونکي وایي پاکستان ویره لري چې کېدې شي امریکا دا اډې د افغان طالبانو په ضد وکاروي اؤ پاکستان نه غواړي چې طالبانو سره یې اړیکې خرابې شى.

دپاکستان د پوځ پخواني جنرال او ددفاعي چارو شنونکي ليفټننټ جنرال( ر ) طلعت مسعود وي او ای ډیوه ته ویلي چین او د سيمې نور هېوادونه به هم غواړي چې پاکستان امریکا ته اډې ور نه کړي.

د سياسي او دفاعي چارو څېړنکار او پخواني پروفيسر ډاکټر سرفراز خان روانه میاشت وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ د شوروي ماتېدو وروسته يو ځل بيا نړۍ دوه قطبي اړخ ته روانه شوې ده او امریکا د نورو غربي هېوادونو سره په ګډه د چين د يو سړک يو کمربند د پروژې په مقابل کې خپله يوه منصوبه پېلوى او دا به د پاکستان دپاره لوي ازمېښت وي چې هغه به کوم اړخ ته ودرېږي.

هغه ویلي وؤ پاکستان د نړیوال بانک نه قرضه هم اخلي او د اېف اې ټي اېف د بندېزنو نه هم ځان بچ ساتل غواړي نو که پاکستان امریکا ته اډې نه هم ورکوي خو دایې وېلې چې د امریکا سره یې کال 2001 کې کومه معاهده کړې وه د هغې لاندې امریکا ته زمکنۍ او فضایي لارې ورکولې شي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دحکومت مخالف ستر سیاسي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ د جمعې په ورځ پارلیمان ته خپله وینا کې دافغانستان په اړه دپاکستان په پټه تګلاره اندېښنې ښودلي اؤ غوښتنه یې کړې ده چې حکومت باید دافغانستان په اړه تګلاره دپارلیمان مخې ته کښیږدي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG