لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فضل الرحمان: پاکستان دې د افغانستان په حواله خپلو پاليسيانو ته بيا کتنه وکړي


Maulana Fazal ur Rehman
Maulana Fazal ur Rehman

"پاکستان دې د افغانستان په حواله خپلو پاليسيانو ته بيا کتنه وکړي، سنجيدګي دې پېدا کړي کنه يو وخت به راشي چې په افغانستان کې به ټول وي او پاکستان به نه وي".

دغه خبره د مذهبي سياسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پرون په 20 جون په پېښور کې خبريالانو سره په خبرو کې کړې ده.

مولانا فضل الرحمان د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد د مخالفه ګوندونو جوړ غورځنګ (پي ډي اېم) مشري هم کوي.

نوموړي په خبري غونډه کې د چا د نوم اخستو پرته وويل "زمونږ دښمن خو په افغانستان کې موجود دی او کردار يې موجود دی خو د پاکستان موثره کردار نه ښکاري دوی د پاکستان موثره کردار غواړي".

هغه د تحریک انصاف په حکومت نیوکې وکړې چې داسې کمزوری حکومت د دغه چېلنج سره نه شي مخامخ کېدی.

د تحريک انصاف مشر او وزیراعظم عمران خان وايي د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی سياسي دی او بيا بيا يې دغه خبره تکراروي چې پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او په دغه لړ کې پاکستان خپل کردار لوبوي.

په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې استاز ډاکټر عبدالشکور وايي، د هغه په نظر پاکستان په دې سيمه او په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه په خپل سټراټيجکي خيال يا نظر کې کوم بدلون نه دی راوستی او د مولانا د بيان نه داسې ښکاري چې پاکستان په شا نه شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ښاغلي عبدالشکور وايي، د مولانا د خبرو نه ښکاري چې هغه د افغانستان د تیرو څلور لسيزو په اړه د پاکستان پاليسيانو ته اشاره کوي او د پاکستان سيکيورټي اسټبلشمنټ چې مولانا او د هغه په رنګ نور په دغه کار کې بلاواسطه کارولي دي.

هغه وويل د هغه په خیال مولانا ګڼي چې ګنې په افغانستان کې تالان دی وېشل کيږي او چې امريکا ځواکونه اوباسي هند، روس او ځینې نور ملکونه به افغانستان په خپلو کې تقسيم کړي او پاکستان به داسې پاتې شي.

د ډاکټر شکور په وېنا دغه د افسوس خبره ده چې د يو خپلواکه ګاونډي ملک که څه هم دا وخت مشکلات لري د هغه په اړه دغه رنګ نظر لرل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG