لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عثمان خان کاکړ په حق ورسېدو


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر عثمان خان کاکړ د کراچۍ په شخصي روغتون (اغا خان) کې په حق ورسېدو.

د کوټې نه کراچۍ ته د هغه سره راغلي ډاکټر صمد خان پانېزۍ وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې عثمان خان کاکړ په روغتون کې په حق ورسېدو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سکتر عبدالرحیم زیارتوال په 18 جون وي او اې ډيوه ته ویلي عثمان کاکړ د 17 جون په ماښام په کوټه کې په خپل کور کې هغه ته (برېن هېمبرج شوی یا د مازغو رګ یې شلېدلی) او دغه مهال هغه په کوټه کې دننه په ټیلي فون خبرې کولې چې راغورځېدلی او په سر لګیدلی وو.

ډاکټر صمد خان پانېزۍ له دې وړاندې وي او اې ډيوه ته ویلي وو په کوټه کې د عثمان خان کاکړ د سر عمليات (اپرېشن) شوی خو هغه په وېنيلېټر اچول شوی وو.

په 19 جون عثمان خان کاکړ په هوايي جهاز (ائير اېمبولنس) کې کراچۍ ته راوړل شوی او په اغا خان روغتون کې يې درملنه روانه وه.

د عثمان خان کاکړ سياسي ژوند

د عثمان خان کاکړ د کورنۍ په وېنا هغه د زده کړو په وخت د تحریک استقلال نه سياست پېل کړی او بيا د پوهنتون په وخت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زده کوونکو سازمان (پښتونخوا سټوډنټ ارګنايزېشن) کې شامل شوی او بيا په 1987 کې هغه د پښتونخوا سازمان لومړی سېکتر ټاکل شوی وو.

هغه د زده کوونکو سازمان د مشرۍ وروسته بيا په پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ کې په صوبايي عهدو پاتې شوی وو.

هغه په کال 2015 کې د پښتونخوا عوامی ګوند لخوا سېنېټر منتخب شوی او په کال 2021 کې هغه د سېنېټرۍ څخه ريټايرډ شو.

تعليمي زده کړې

ابتدايي زده کړې يې په کلي کې او بيا یې دولسم ټولګی په ساينس کالج کوټه کې ويلی وو. وروسته يې هم د کوټې د ساينس کالج نه ګرېجوېشن کړی او بيا يې د بلوچستان لا کالج څخه د قانون ډګري ترلاسه کړې وه.

عثمان خان کاکړ په کال 1961 کې د بلوچستان ضلعې د قلعه سېف الله په تحصيل مسلم باغ (پخوانی هندو باغ) کې زېږېدلی وو.

عثمان خان کاکړ به په 23 جون د شورو/ چارشنبې په ورځ په خپل پلارني کلي کې خاورو ته سپارل کیږي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د هغه عثمان خان کاکړ په مړينه د اووه ورځو د ماتم اعلان کړی او ويلي يې دي د ګوند بېرغ به اووه ورځ نيمکښو وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG