لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سېنېټ ځینو غړو غوښتنه کړې د عثمان کاکړ د مرګ پلټنې دې وشي


د پاکستان د برني اېوان سېنېټرانو غوښتنه کړې چې د پخواني سېنېټر او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر عثمان خان کاکړ د مرګ پلټنې دې وشي.

عثمان خان کاکړ پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (21 جون) په کراچۍ کې په شخصي روغتون اغا خان کې په حق رسېدلی دی.

د وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د جمعیت اسلام سېنېټر مولانا عطا الرحمان وایی د عثمان کاکړ زوی دعوه کوي چې پلار یې وژل شوی او عثمان کاکړ د سېنېټ په خپله اخري وینا کې ویلي وو چې هغه ته دهړکې ورکول کیږي، که چرته داسې حالات جوړ شوي وي نو پکار ده چې پلټنې يې وشي.

هغه هیله څرکنده کړې چې په دې اړه به د سېنېټ د چيرمېن له اړخه یوه کمیټي جوړه کړی شي.

سېنېټر هدایت الله وايي عثمان کاکړ یو مشر سیاست مداره وو او که کورنۍ يې غواړي د مرګ پلټنې يې دې وشي هر څه به واضح شي.

د دې نه وړاندې د سېنېټ په غونډه کې د پیپلز ګوند سېنېټر بهرامند تنګې، د جمعیت اسلام سېنېټر کامران مرتضې هم ویلي وو که چرې د عثمان کاکړ کورنۍ د پلټنو غوښتنه کوي نو دا د اېوان ذمه واري ده چې دغه غوښتنې تر سره کړی شي.

د عثمان کاکړ زوي خوشال کاکړ دعوه کړې چې پلار یې وژل شوی دی، هغه د خپلې دعوې واضحه شواهد نه دي وړاندې کړي او دا هم نه ده مالومه چې د پوليسو سره د دغه پېښې مقدمه درج شوې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیند څانګې هم په خپره کړې اعلاميه کې دعوه کړې ده چې عثمان کاکړ وژل شوی دی.

خو د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري د عثمان کاکړ د زوی د دغه تور په ځواب کې وي او اې ډيوه ته ويلی، چې داسې خلک شتون لري چې نفسیاتي مسله لري علاج ته اړتيا لري، څوک د خپل د پلار په قبر سیاست نه کوي خو داسې ښکاري چې زوی يې د خپل پلار مړي ته هيڅ درناوی نه لري.

هغه ويلي، دا د شرم وړ وړاندیز دی چې هغه د دې لارې سياستدان جوړ شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سکتر عبدالرحیم زیارتوال په 18 جون وي او اې ډيوه ته ویلي عثمان کاکړ د 17 جون په ماښام په کوټه کې په خپل کور کې هغه ته (برېن هېمبرج شوی یا د مازغو رګ یې شلېدلی) او دغه مهال هغه په کوټه کې دننه په ټیلي فون خبرې کولې چې راغورځېدلی او په سر لګیدلی وو.

په کراچۍ کې په اغا خان روغتون کې د مړينې وروسته د عثمان خان کاکړ جسد د کراچۍ سرکاري روغتون ته وړل شوی او هلته یې پوسټ مارټم (طبي معاينه) شوې خو ډاکټران وايي دغه رپورټ به وروسته راځي.

د عثمان کاکړ ځانګړې ډاکټر صمدخان پانیزې ډیوه ته ویلي، د هغه پوسټ مارټم يا طبي معاينه شوې او جناح روغتون دومره ویلي چې جسد يا مړی ورته په کوم حالت کې ترلاسه شوی دی.

هغه ويلي دغه پېښه مشکوکه ده ځکه دوی پوسټ مارټم وکړو او د رپورټ راتلو وروسته به هر څه په ډاګه شي خو نوموړی ډاکټر وايي ښايي چې د عثمان خان په سر سخت ګوزار شوی وو.

دا چې پوسټ مارټم رپورټ کله ترلاسه کيږي ډاکټر صمد پانېزی وايي دغه رپورټ عموما 14 ورځې وخت اخلي.

د عثمان خان کاکړ جنازه نن په 22 جون په سړک کوټې ته روانه کړی شوې او سبا په 23 جون به يې په خپل پلارني کلي خاورو ته سپاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG