لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وسیلو ویش دې دمالیاتي کمیشن دنوې فارمولې لاندې وشي،پارلیمان کې غوښتنه


دپاکستان په مرکزي پارلیمان کې غوښتنه شوې چې د صوبو او مرکز تر منځ د وسيلو ويش دې دمالياتي کميشن د نوې فارمولې لاندې وشي.

داطلاعات مرکزي وزير فواد چوهدري وايي داتلسم دستوري بدلون لاندې مرکز د وسيلو زياته برخه ٥٧ فيصدي صوبو ته ورکوي خو صوبې ددې دمصرفولو وړتیا یا اهلیت نه لري.

دپارلیمان غونډې ته خپله وينا کې دعوامي نيشنل ګوند وتلي مشر دمرکز نه دا غوښتنه هم کړې ده چې دصوبو مرکز پسې کومې پیسې ورپورې دي هغه باید صوبو ته دلم لیټ نه پرته ورکړل شي.

​خو داطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ويلي د اتلسم دستوري بدلون لاندې صوبو ته د زياتې برخې ورکولو له امله مرکز د اقتصادي ستونزو سره مخ دى خو بيا هم صوبې دغه رقم د مصرفولو اهليت نه لري.

هغه دعوه کړې چې مرکز سندهـ حکومت ته اتلس سوه اربه روپۍ ورکړي دي خو چې داعلا وزير مراد علي شاه نه مونږ پوښتنه وکړه دا رقم یې چرته مصرف کړى او په دې یې څه ترقياتي پروژى کړې دي نو د فواد چودهري په خبره بيا اعلا وزير دا ځواب نه ورکوي.

فواد چوهدري او د واکمن تحريک انصاف ګوند ځنې نور مرکزي وزيران د وړو صوبو په ګټه د قامي مالياتي کميشن کال ٢٠١٠ فارموله کې بدلون غواړي چې ترمخه یې د مرکز برخه بيا زياته شي او د صوبو برخه کمه کړى شي.

دې ته غبرګون کې وړې صوبې او ملت پاله ګوندونه وايي په دې خو خبره کيداى شي چې د صوبو برخه نوره څومره زياته شي خو دې کې د کمي خبره به دوئ چرې نه زغمي

دسه شنبې په ورځ دبجټ په اړه روانې دقامي اسمبلۍ غونډې ته خپله وينا کې د جنوبي وزيرستان نه دقامي اسمبلى منتخب غړي جمال الدين ويلي جنوبي وزيرستان کې په لويه شميره کې د زمکنيو ماينونو له امله ځايي ولس ډير په ويره کې ژوند تيروي.

هغه وويل دغه ماينونو کې مرګ ژوبله عام دي او دا هم په ډاګه ده چې دځايي خلکو زيان لا زر دختميدو نه دى.

نوموړي ویلي دا ماينونه دومره زيات دي اؤ اوبو يو ځائ بل ځائ کړي چى زر خلاصى ترینه ممکن نه دى ځکه حکومت دې دراتلونکي مالياتي کال بجټ کې د زمکنيو ماينونو نه اغيزمنو کورنيو لپاره مالي امداد منظور کړي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې جمال الدين ويلي که حکومت دغه اغېزمنو سره مرستې نه کوي نو څوک به دوئ ته ډاډ ورکوي.

جمال الدين هيله څرګنده کړې چې حکومت به دمتاثرينو مالي امداد دبجټ برخه جوړوي او هغه زياته کړې چې د حکومت څخه یې د زمکنيو ماينونو د صفا کولو دکار چټک کولو غوښتنه هم کړې ده.

دپښتنو دحقونو دپاره غږ پورته کوونکي دځوانانو تنظیم دپښتون ژغورنې غورځنګ هم د ډير وخت راهڅې قبايلي ضلعو کې د زمکنيو ماينونو معامله راپورته کړې او ددې په ضد احتجاجونه کوي.

دتنظيم يو غړي اسحاق محسود په دې وروستیو کې ميډيا ته ويلي وو تر اوسه ٢٥٠ ماشومان د زمکنيو ماينونو په چاودنو کې معذوره شوي دي.

دجنوبي وزيرستان انتظامييه او دپاکستان پوځ ددغو ماينونو دشنډؤلو لپاره د ځانګړو ټيمونو جوړښت او په دې اړه ولس کې د بيداري دکمپاين چلولو پخلى کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG