لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښه طالبانو په افغانستان کې روس او امریکا ته ماتې ورکړه، د پښتونخوا وزير هشام انعام الله


هشام انعام الله خان
هشام انعام الله خان

د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف يو وزير ويلي، "ښه طالبانو په افغانستان کې روس او امریکا ته ماتې ورکړه، د پاکستان پوځ او دغو طالبانو ته دعا پکارده".

دغه خبره پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د تحريک انصاف د حکومت د ټولنيزې خېر ښېګړې (سوشل وېلفير) وزير هشام انعام الله خان کړې ده.

هشام انعام الله د 2018 په انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا د لکي مروت سيمې نه د پاکستان تحریک انصاف په ټکټ کامياب شوی دی.

نوموړی د بنو په جاني خېلو کې د يو قومي مشر ملک نصيب خان د وژنې پرضد او په سیمه کې د امن دپاره احتجاجي پرلت په اړه وايي،

"اوس چې دا کومه لانجه روانه ده مړي يې اېښودي دي، د دې نه مخکې یې اېښودي وو، زما مروت قوم لاړو وزيراعلی لاړو د څلورو بجو پورې مزاکرات روان وو، زه د دوی نه دا تپوس کومه چې د پاکستان په قانون کې داسې دي، په قران او حديث کې داسې دي چې اووه اووه، اته اته ورځې مړي تا اېښودي دي دا د دې مړي سپکاوی نه دی، دا دهرنا او دا روډ بندول خو هسې هم کيږي".

هغه وويل "بيا په دوی کې دوه قسمه خلک دي يو دي ګوډ (ښه) طالبان او بل دي بېډ (بد) طالبان، زما په زړه کې چې څه دي هغه وایم که په چا ښه لګي او که په چا بد، که زما په دې خپله پارټۍ (پاکستان تحریک انصاف) بد لګي. زه به هم هغه وايم چې کوم رشتیا دي، زما خیال دی چې ګوډ خو ګوډ (ښه خو ښه) دي، ستا نن ټول جنګ چې په افغانستان کې روان دی که روس ته یې ماتې ورکړه او امریکا ته يې ورکړو نو دې طالبانو دې ورکړه".

"دا ان ډايريکټ (بلاواسطه) ستا جنګ وو، يو د پاکستان د پوځ مهرباني پکار ده او دعا ورته پکار ده او بيا دې طالبانو ته پکار ده، چې ستا جنګ دوی کوي لګيا دي، پاتې شو بېډ (بد) نو بد خو هر چا له بد دي".

په جاني خېلو کې د مارچ په مياشت کې د څلورو تنکیو هلکانو د مړو ترلاسه کېدو وروسته جاني خېل قوم په سيمه کې د امنيت سره د ښه او بدو طالبانو د ختمولو غوښتنه کړې وه.

په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت هغه وخت د جاني خېلو سره مذاکرات کړي او د دوی د غوښتنو منلو باور يې ورکړی او بيا دغه احتجاجي پرلت ختم کړی شوی وو.

د هشام انعام الله د ښه او بدو طالبانو په افغانستان کې د جګړې بيان ته په غبرګون کې د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان په ټويټر ویلي،

"ایا د دې وروسته هم د کوم وضاحت ضرورت شته چې څه په افغانستان کې روان دي هغه تاسو کوئ؟ هغه کورنۍ چې خپلوان يې ترهګرو شهيدان کړي دي، ايا د هغو مقدمه په رياست کېدی شي"؟.

افغانستان تل په پاکستان تورونه لګولي چې هغو وسله والو ته يې په خپله خاوره پناه ورکړې کوم چې په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او په وروستيو کې پاکستان څو ځله دغه خبره کړې چې د افغانستان د لوری په پاکستان کې ترهګر بريدونه کوي.

پاکستان وايي په افغانستان کې امن غواړي او په افغانستان کې د سولې دپاره يې هڅې کړي او تل يې د سهولت کار کردار ترسره کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په 15 جنورۍ د پېښور په سفر کې ويلي وو، پاکستان به د روانو بېن الافغاني خبرو ملاتړ دوامداره ساتي ځکه چې په افغانستان کې د امن مطلب په پاکستان کې امن دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG