لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې سیوا شوي بریدونه ،ایا ترهګر بیا منظم کیږي؟


د پخوانیو قبایلي سیمو اوسيدونکي او څيړونکي وايي په دغه سيمو کې د بدامنۍ پېښې يو ځل بيا سېوا شوي دي، د وسله والو لخوا بريدونو کې ځايي مشران او دامنيتي ادارو سرتیري په نخښه کيږي چې ورسره د سيمې د خلکو اندېښنې سېوا شوي دي.

د څيړنيزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر دشمېرو ترمخه د کال 2021 د مئ په مياشت کې په قبایلي ضلعو کې ټولې 36 د بدامنۍ پېښې شوي چې پکې 34 تنان وژل شوي او 67 ټپيان شوي دي۔

په وژل شوو کې اته د فوځ او پوليسو عسکر او 13 عام وګړي شامل دي چې دوئ په هدفي وژنو، دبارودي موادو چاودنو او د عسکرو او وسله والو سره په نښتو کې وژل شوي.

خو عسکري چارواکي بيا بيا دعوې کوي چې په دغو سيمو کې په لويه کچه دشوؤ پوځي عملياتو په نتيجه کې امن پرځائ کړل شوی او وسله وال يي ختم کړې دي.

د باجوړ نه دقامي اسمبلۍ پخواني غړی شهاب الدين خان وايي قبايلي ضلعو ته په خېبر پښتونخوا کې له ورګډیدو روسته هغسې پام لرنه نه ده شوې څنګه چې د سېمي خلکو سره وعدې شوې وې ۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل د پخواني نظام د مېنځه تلو او اوسني نظام کې پوليس او نورو ادارو ته پام لرنې نه کولو سره تشه یا خلا رامېنځ ته شوې چې ورسره په شخصي دشمنيو کې او د وسله والو هدفي وژنې سېوا شوې دي۔

دځايي پوليسو په وینا د ګل په ورځ باجوړ کې دعوامي نېشنل ګوند دصوبائي کونسل غړی وژل شوی او زوئ يي ژوبل شوی دی.

ملک عبدالغني هغه وخت ووژل شو چې د ګوند د يوې غونډي روسته بېرته خپل کور ته روان ؤ او د باجوړ ښار سره نزدې په نخښه کړی شو .

پوليس وايي دغه دشخصې دښمنۍ پېښه وه اؤ پلټنې يې روانې دي.

بلخوا د باجوړ يو بل تن عطاءالله نامعلومه تنانو وژلی او په کرمه کې د جون په 22مه يو د بشرو قبېلې مشر ملک شريف زمان نامعلومه وسله والو وژلی دی.

د وروستيو دوؤ پېښو پړه لا هم کوم وسله وال تنظيم په غاړه نه ده اخستې.

د اپرېل په مياشت کې قبایلي ضلعو کې د بدامنۍ 28 پېښې رپورټ شوې وې او 26 تنان پکې وژل شوي او اته ټپيان شوي وؤ او هم دغسې روانه مياشت 34 تنان وژل شوي چې 14 پکې عام وګړي دي.

د فاټا ريسرچ سنټر ايګزيکټيو ډائريکټر منصور محسود ډيوه ته وويل په قبائيلي ضلعو کې د بدامنۍ پيښې سېوا شوي دي او ويره يې څرګنده کړه چې راتلونکو مياشتو کي په دې کې له نور زياتوالی هم راتلی شي۔

د پاکيستان قبايلي ضلعې په تيرو وختونو کې د وسله والو پیاوړي مرکزونه پاتې شوي وؤ، دلته يي خپل عدالتونه جوړ کړي وؤ د اؤ القاعده او نورو ترهګرو تنظيمونو هم دغه سيمو کې شتون لرلو.

خو د پاکستان دامنيتي ادارو چارواکي وايي دغه سيمې يې د ضرب عضب عملياتو وروسته د وسله والو څخه پاکې کړي دي.

د پاکستان پوځ څو مياشتې وړاندې وويلي وو په تېرو څلورو کلونو کې یې په ټول هېواد کې تر 3,75000 زيات پوځي عمليات کړي او په هغې کې يې 353 ترهګر وژلي دي.

د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي وؤ پنجاب کې یې 34000، په سندهـ کې یې1,50000، په بلوچستان ايالت کې یې تقريبا 80,000 او په پښتونخوا کې یې 92000 پوځي عملیات کړي دي.

خو څيړونکي وايي د قبايلي ضلعو د وسله والو څخه دپاکولو د دعوو باوجود اوس هم دغلته وخت په وخت وسله وال بريدونه کيږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG