لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماشومانو سره دجنسي تشدد په پېښو سیاسي او مذهبي ګوندونه ولې غلي پاتې کیږي؟


په ټولنیزو رسنیو دمفتي عزیزالرحمان دبدکارۍ د ویډيو مخې ته له راتلو وروسته دپاکستان دننه ځېنو ملیانو اؤ مذهبي ګوندونو سره تړاؤ لرونکو خلکو دهغه دسر وینځلو هڅې هم کړي اؤ وایي "د دیني عالمانو عیبونه راسپړل دمسلمانانو کار نه دی"

دپاکستان په لاهور ښار کې دیوې دیني مدرسې دمفتي عزیزالرحمان لخوا خپل شاګرد سره په جنسي تیري کولو دسیاسي اؤ مذهبي ګوندونو په غلي پاتې کیدو څېړونکي وایي ښایي اوس هم ټولنه کې دملا اؤ مذهبي طبقې د زور په وړاندې سیاسي ګوندونه په داسې مجرمانه عملونو اؤ ټولنیزو ستونزو دغږ پورته کولو توان نه لري.

په ټولنیزو رسنیو دمفتي عزیزالرحمان دبدکارۍ د ویډيو مخې ته له راتلو وروسته دپاکستان دننه ځېنو ملیانو اؤ مذهبي ګوندونو سره تړاؤ لرونکو خلکو دهغه دسر وینځلو هڅې هم کړي اؤ وایي "د دیني عالمانو عیبونه راسپړل دمسلمانانو کار نه دی"

دجمعيت علماء اسلام پنجاب ددغه غړي مفتي عزيز الرحمان په هکله چې کله د جمعيت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې يو مشر جليل جان نه پوښتنه وکړی شوه نو هغه چې دمفتي عزيزالرحمان د قضیې په اړه دخپل ګوند دغندنې دبيان شريکولو نه وړاندې څه ووېل د هغه سوچ او رایې د ګوند ددغه مذمتي بيان نه بیخي بدله وه.

دغه ګوند خپل دغندنې بیان کې دپنجاب خپل دغه ځایي مشر سره دلاتعلقۍ څرګندونه کړې اؤ ددې ترڅنګ یې هغه ته دسختې سزا ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

خو دګوند ستر مشر مولانا فضل الرحمن لا تر دې ساعته هم پخپله خوله ددې پيښې په اړه څه نه دي وئيلي.

څېړونکي په دې نظر دي چې دمفتي عزیزالرحمان په لاس د ظلم ښکار دسوات دکبل سیمې سره تعلق لرونکی دغه شاګرد پخپله دغه ويډيو خپرولو هم ځکه مجبوره شوی ؤ چې اړونده مدرسې يا ادارې دهغه خبرې ته غوږ نه ؤ نیولی اؤ ورسره یې څه رقم مرسته نه وه کړې.

د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکی عمران ټکر وايي که ماشوم سکول کې وي اؤ يا مدرسه کې، هغه ته ذهني او جسماني تحفظ ورکول ددغه ادارو فرض دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د ماشومانو تحفظ د ټولنې شريکه مسله ده او د سياسي ګوندونو په داسې مسلو غلي پاتې کېدل ددې مسلې حل نه دی.

"پکار ده چې دوئ (سياسي ګوندونه) خپل غږ په داسې پلېټ فارم چې هغه مخکې رسي پورته کړي او دې کې سياسي مفاهمت نه کار وانه خلي"

دانساني حقونو لپاره فعاله او د پارلېمان پخوانۍ غړې بشری ګوهر هم وايي دغه رقم ظلم که په سکولونو کې کيږي او که په پوهنتونونو او مدرسو کې وي ددې مخنيوی پکار دی او باید چې سياسي ګوندونه په دې غلي نه پاتې کيږي.

ډیوه سره خبرو کې هغې وویل "که مدرسو کې دا خبره وشي نو سياسي ليډران غلي پاتې شي، مذهب د سياست لپاره استعمالیږي"

نوموړې زیاتوي"ملا دقانون نه بره نه دی. خو چې څوک غږ اوچت کړي نو هغه ته بیا دړکې هم وشي لکه څنګه چې دې هلک ته دیاد مفتي د زامنو لخوا ویل شوي وؤ چې که چاته دې حال وویلو نو مړ به دې کړو"

دبشره ګوهر په وینا دې ټولنه کې چې څوک غږ پورته کوي نو د هغوئ په ضد بيا کاروايي کيږي ، دا يوه ډېره سنجيده مسله ده. کله چې دبشري حقونو خبره وي نو پکار ده چې سياسي ليدران مخکې شي.

بشری ګوهر وايي د ماشومانو تحفظ او دا رقم جنسي او جسماني تشدد نه د هغوئ تحفظ د ټولنې،رياست او حکومت فرض دی.

خو ليکوال، تعليمي ماهر او نن سبا د عوامي نېشنل ګوندد خیبر پښتونخوا دکلتوري څانګې سکتر پروفېسر خادم حسېن وايي کله چې دداسې بدو پېښو تړاؤ دمذهبي ادارو يا مذهبي مشرانو سره وي نو خلک په دې خبره ځکه نه کوي چې د کلونو راهسې ریاست دې قسمه ادارو له يو تقدس ورکړی دی.

خو هغه وایي په داسې مهال چې سياسي ګوندونه هم په دې پېښو غلي پاتې کيږي دا دافسوس خبره ده.

"په ماشومانو چې کوم جنسي تشدد کيږي هغه که په مدرسو کې وي، که سکولونو ،ورکشاپونو او يا نورو ځایونو کې نو پکار ده چې حکومت اؤ سیاسي ګوندونه په هغې غږ پورته کړي اؤ قانون په حرکت کې راشي"

دښاغلي خادم حسین په وینا "خو ماته داسې ښکاري چې څنګه د تقدس يا دپاکوالي قيصه تړلی شوې ده دې ټولو څيزونو سره نو د هغې له وجې په دغه عمل کې څوک مداخلت کول نه غواړي"

د بشري حقونو له پاره کار کوونکي وايي په ماشومانو که هر ځائ جنسي تشدد کيږي دا يوه ټولنيزه مسله ده او سياسي ګوندونو، ادارو او حکومت هر چاته ددې مخنيوي لپاره خپل کردار لوبول پکار دي او د دې مسلو د مخنيوي لپاره وړومبی قدم په داسې پېښو اواز پورته کول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG