لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبشري حقونو سازمانونو دښځو په اړوند دعمران خان دبیان په ضد احتجاج کړی


دپاکستان پر وزیراعظم عمران خان دښځو او دجنسې تیرو په اړه دهغه پر بیان سختې نیوکې روانې دي اؤ په اسلام اباد کې د بشرې حقونو تنظیمونو د وزیر اعظم عمران خان نه غوښتنه کړې چې د ښځو پر معامله پر خپل بیان دې معافې وغواړي.

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دبشري حقونو دکارمندانو له اړخه راجوړې شوې احتجاجي مظاهرې ته خپله وینا کې مظاهره چیانو ویلي وزیراعظم عمران خان دې ښځې د جنسي تیرو د ذمه واره ګرځولو پر ځائ د پولیسو نظام ښه کړي چې د پيسو په بدل کې مقدمې،چالانونه او ثبوتونه مات او ګړوب وړاندې کوي.

مظاهره چیانو غوښتنه کړې چې دجنسي تیریو دمقدمو د پاره دې ځانګړي عدالتونو جوړ کړی شي او قاضیانو ته دې تربیه ورکړی شي چې دغو پېښو کې تورنو کسانو ته سزا ورکړس شي او ټولنه هم زده کړه ځنې وکړي.

د ښځو د حقونو کارمندې فرزانه باري وي او ای ډیو سره خبرو کې وویل په هیواد کې د وړاندې څخه دجنسي تیریو پېښې یوه لویه مسله جوړه شوې او د حکومت له اړخه څه تګ لاره په نظر نه راځي.

امریکایي چینل ایچ بی او ته پخپله وروستۍ مرکه کې وزیراعظم عمران خان ویلې وو که چرې ښځې لنډې جامې اچوي نو د دې اثر پر نارینه پریوځي ولې چې هغه روبوټ نه دی

فرزانه باري وایي د ښځو دشمن فکر سره خبره کول،او ښځې چې جنسې تیریو ځپلې دې پر هغوئ تورونه لګول، دا یو ډیر غیر ‌ذمه واره بیان دی چې له سببه یې ښځې ځان ډیر غیر محفوظ ګڼي.

هغې وویل که چرې د هیواد مشر د هغو طالبانو په څېر فکر لري چې ښځې یې په کورونو کې تړلې او د تعلیم څخه یې محرومه ساتلې نو دوئ هم د دغه فکر نمائندګي کوي.

د مومن ډیموکریټک فرنټ نومې دبشرې حقونو ادارې کارمندې خوشبخت علي ډیوه ته وايی د وزیراعظم دغه بیان ناسم او ورسره ډیر خطرناکه هم دی.

هغې وویل"که چرې د جنسې تیریو سبب جامې دي نو ماشومانو او هلکانو سره جنسي تیری ولې کیږي؟ ددې سره ټوله ذمه وارې د تورن کس پر ځايې پر ځپل شوي تن اچول کیږي"

په دغه مظاهره کې د ښځو سره سره د بشرې حقونو نارینه ؤ کارمندانو هم برخه لرله.

د معذورانو دحقونو کارمند ذوالقرنین اصغر خپل عکس العمل کې وايي، د وزیراعظم دغه بیان د هغه تنګ نظرې څرګندوي.

نوموړي وي او ای ډیوه ته وویل "د وزیراعظم دغه بیان به ښځې بیلابیلو څانګو کې د برخې څخه ګرځول وي، ددې څخه ښکاري چې دوئ (وزیراعظم) ښځه یو انسان نه بلکی یو څېز ګڼي چې دا یوه خطرناکه خبره ده او ددې به پر ټولنه ډیر بد اثر وي"

دښځو دجامو په هکله د وزیر اعظم عمران خان په دغه بیان که یو اړخ ته دبشري حقونو دتنظیمونو او مخالفینو له اړخه نیوکې کیږي نو بل اړخ ته د واکمن ګوند وزیران او پارلیماني غړي د وزیر اعظم ددغه بیان دفاع کوي او وایي د دوئ دغه بیان د حقیقت څخه پرته په غلطه توګه وړاندې کړی شوی دی.

دتحریک انصاف ښځینه پارلیماني غړې وایي وزیراعظم دښځو دخپلواکه جوړولو یو علامت دی او ددوئ حکومت دښځو او ماشومانو جنسې تیرو څخه بچ کولو دپاره دقوانینو دمنظورۍ په شمول نور یو شمیر ګامونه پورته کړې دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG