لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ترټولو زیاته خېبر پښتونخوا صوبه نشو اغېزمنه کړې


د نړۍ دنورو برخو په څېر پاکستان کې هم د نشه یي توکو د مخنیوي نړی واله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې څیړنې وائي پاکستان کې د ۷ نه تر ۸ ملينه پورې خلک په نشو اخته دي.

سرکاري شمیرې وائي پاکستان کې د نشو نه زیاته اغېزمنه صوبه خیبر پښتونخوا کې د ابادۍ ۱۱مه برخه چې پکښې اکثره ځوانان دي په نشو اخته دي اؤ په دې وروستو کې د ائس نشه د زیاترو تعلیمي ادارو دننه زده کوونکي کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د نشه یي توکو دمخنیوي قانون هم جوړ کړی چې پکښې سختې سزاګاني ټاکل شوې دي.

دنشه یي توکو دمخنیوي د نړیوالې ورځې په اړوند نن د پېښور پریس کلب نه یو لاریون هم ویستل شوی چې پکې دپېښور سي سي پي او احسن عباس،ایس ایس پي یاسر اپریدي اؤ خبریالانو برخه لرله .

دپېښور پریس کلب عمومي سکتر عمران بخاري وي او ای ډيوه ته ویلي ددې لاریون مقصد په خلکو کې د نشو په ضد شعور پیدا کول وؤ اؤ دپولیسو سره دا د خبریالانو اؤ دټولنې دنورو څانګو هم ذمه واري ده چې دنوي کول دنشو نه بچ کولو ته ملا وتړي

په خیبر پښتونخوا کې د نشو د روږدو کسانو د ژغورنې شخصې ادارې السید ویلفئر ارګنايزیشن مشر محمد الیاس وائي هغوئ سره په هسپتال کی ۱۵۰ کسان داخل دی چې دنشو نه د ژغورلو هڅې یې کیږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي هسپتال کې بستر اکثره نشه یان ځوانان دي او د غربت او بې روزګارۍ له امله یې نشې شروع کړې دي.

الیاس وائي دوئ سره داسی ځوانان هم شته چې عمرونه ی د ۱۸ کالو نه هم کم دي اؤ دهغه په وینا نشه يي توکي په خیبرپښتونخوا کی په اسانه تر لاسه کیږي او اوس خو یې په نشو اخته ځوانان د انلاین لارې راغواړي.

نوموړی وایي په صوبه کې دا وخت د ائس نشې استعمال زیات دی او زیاتره په سکولونو،کالجونو او پوهنتونونو کې طالب علمان ددې استعمال کوي.

دنشو دمخنیوي دنړیوالې ورځې په اړه د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپله اداریه کې دسرکاري شمیرو په اساس لیکلي په ګرد پاکستان کی ۷ ملينه خلک په نشو اخته دي چې پکښې تر ټولو زیاته خیبر پښتونخوا صوبه دنشو نه اغېزمنه ده.

اداریه کې وئيل شوي چې دخیبر پښتونخوا د ابادۍ ۱۱ فیصده برخه په نشو اخته ده چې پکښې اکثره ځوانان دي.

په سندهـ صوبه کې د ابادۍ ۶.۵ فیصده، بلوچستان کی ۵ او پنجاب کی ۴.۸ فیصده خلک د نشو استعمال کوی.

څیړنې وائي په کال ۲۰۱۹ کې دخیبر پښتونخوا حکومت دنشه یي توکو د مخنیوي قانون هم جوړ کړی چې پکې ددې نشو پلورونکو ،اخستونکو اؤ استعمالوونکو دپاره سختې سزاګانې ټاکل شوې دي.

په مردان ضلعه کې د نشه یي توکو د کنټرول اینټی نارکاټیکس فورس مشر فواد اقبال وائي په دی قانون کې د ائس په استعمال او قاچاق سختې سزاګانې هم مقرر دي او کله نه چې په صوبه کې د ای این ایف تاڼې جوړې شوې دي هغوی په شپږو میاشتو کی ۳۰۰ کلوګرام ائس نیولي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي په پوهنتونونو کې ځانګړي ګامونه پورته شوي چې ځوانان د ائس او نورو نشو نه بچ وساتل شي.

ډان ورځپاڼه په خپله اداریه کې وائي په سندهـ صوبه کې د نشو د مخنیوی دپاره دوه خصوصي عدالتونه هم شته خو د زیات بوج له امله دغو عدالتونو کې ۹۰۰۰ مقدمې د ځنډ ښکار دي.

ورځپاڼه وائي په خیبر پښتونخوا کې داسې قسمه عدالتونه نشته.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG