لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجاني خیلو اؤ حکومت مذاکرات کامیاب،احتجاجي پرلت ختم کړی شو


د۲۸ؤ ورځو دسخت احتجاج نه وروسته داتوار په ورځ داتمانزئ اؤ احمدزئ وزیرو دقامي جرګې په منځګړتوب دجاني خیلو اؤ حکومت ترمنځ مذاکرات کامیاب شول چې له هغې وروسته جاني خیلو دخپل مړي ښځولو اؤ احتجاجي پرلت ختمولو پرېکړه کړې ده.

دجاني خیلو دقامي جرګې غړي ریحان وزیر وي او ای ډیوه ته دمذاکراتو دکامیابۍ تصدیق کړی ویلي یې دي نن دجاني خیلو دمشرانو اؤ حکومت ترمنڅ د اتمانزئ اؤ احمدزئ وزیر قام دجرګې په منځګړتوب خبرې اترې شوي چې په دې خبرو کې حکومت دجاني خیلو غوښتنو منلو ته غاړه اېښې ده.

هغه ویلي دمذاکراتو په مهال جرګې ته دسیمې څخه لادرکه شوي څلور کسان سپارل شوي اؤ باور ورکړل شوی چې ۷۷ بې درکه کسانو په نوملړ کې کوم تنان نور پاتې دي هغوئ که په وړو جرمونو کې ککړ وؤ نو په یوه اوونۍ کې دننه به خوشې کولی شي اؤ که غټ جرم پرې وي نو عدالتونو ته به وړاندې کولی شي.

هغه وویل په سیمه کې دجاني خیلو د وژل شوؤ څلورو تنکیو هلکانو د پلټنو رپورټ به مخې ته راوړل کیږي اؤ په دې یوه اوونۍ کې به کتلی شي چې ددغو تنکیو هلکانو دقاتلانو پېژندګلو شوې ده اؤ که نه ؟

هغه وویل سیمه دامن پځائ کولو دپاره جاني خیلو نه یوه میاشت وخت غوښتل شوی اؤ‌ ژمنه ورسره شوې چې په دې یوه میاشت کې به دلته په بشپړ ډول امن ټینګولی شي.

ریحان وزیر وایي دوئ د وزیر قام په جرګه باور کړی اؤ قام ورته ضمانت ورکړی چې که په یوه میاشت کې دننه د دوئ غوښتنې پوره نه کړل شي نو بیا به ورسره هغوئ پخپله هم احتجاج ته را اوځي.

د وزیرو دقامي جرګې یو تن مشر ملک نور خان وویل چې دوئ د دواړو لوریو څخه واک اخستی ؤ اؤ بیا دتیرې یوې اوونۍ راهسې مذاکراتو ته جرګه کښېنولې وه چې نن دا جرګه په بریالیتوب تمامه شوه.

هغه وویل دامن پځائ کولو غم به نه ریاست کوي اؤ نه جاني خیل قام بلکې ددې دپاره یوه اووه کسیزه کمیټه جوړه کړل شوې ده چې هغه به دپولې دواړو غاړو ته وسله والو سره خبرې کوي اؤ دې ته به یې اماده کوي چې باید دجاني خیلو د وژلو نه لاس واخلي.

کله چې له ډیوه له نوموړي وپوښتل دامن ټینګښت خو د ریاست ذمه واري ده ،چې دلته وسله وال ناست دي ولې یې ریاست په ضد ګامونه نه اخلي؟ نوموړي وویل، “داخبرې لا في الحال باید ونه چېړل شي “

دخیبر پښتونخوا صوبې دټرانسپورټ وزیر شاه محمد وزیر هم ډیوه ته د مذاکراتو دکامیابۍ پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دلته د ناامنۍ تر ټولو ستر علت بې روزګاري ده.

هغه وویل دا جرګه د سیمې د ډپټي کمشنر په اعلامیه جوړه شوې وه اؤ صوبایي حکومت پرې بشپړ اعتماد لري.

صوبایي وزیر وویل دجاني خیلو سره خبرې سرته رسیدلي دي اؤ اوس به دهغوئ پرلت هم ختم شي.

شاه محمد وزیر زیاته کړه چې صوبایي حکومت په اوسنۍ ای ډي پي کې دوه اربه روپۍ حکومت دجاني خیل قام دپاره اېښودي دي اؤ ددې پیسو څخه به دجاني خیلو د وژل شوؤ کسانو کورنیو ته امدادي رقم هم ورکړل کیږي اؤ نور چې ورته څومره تاوانونه اوښتي دهغې ازاله به پرې هم کولی شي.

دسیمې دقامي مشر د وژنې په ضد جاني خیلو د تیرو اتویشتو ورځو راهسې احتجاجي پرلت پیل کړی ؤ اؤ ګواښ یې کړی ؤ چې که دهغوئ غوښتنې ونه منل شي نو د وژل شوي قامي مشر مړی به ځان سره اسلام اباد ته داحتجاج دپاره یوسي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG