لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان دمالي کال 11 مياشتو کې د 12 اربه ډالرو څخه زیات پورونه اخستي


مطبوعاتو راپورونه وايي چې پاکستان د روان مالي کال د لومړیو 11 مياشتو په مهال د 12 اربه ډالرو څخه زیاته قرضه اخستې ده چې د تېر مالي کال ددغه مودې په پرتله 63 فيصدى سېوا ده.

د خزانې د وزارت لخوا مخې ته راغلې شمېرې وايي دا د رېکارډ ترسيلات زر او د زياتو برامداتو باوجود د زرمبادلې د مخ په زياتېدونکي ضرورت څرګندونه کوي.

داقتصادي چارو پوهان وايي دا دپاکستان د فسکل رېسپانسيبيليټي اېنډ ډېټ لمېټېش اېکټ سرغړونه ده او باید چې پارلیمان ددې نوټس واخلي.

د خزانې د وزارت لخوا جارى شوې شمېرې وايي چې پاکستان د مالي کال د مئ د مياشتې نه د کال 2019 د جولایي د مياشتو په مهال د مالي کال 2019 هم ددې مودې د 7.44 اربه ډالرو په مقابل کې 12 ارب او 13 کروړه ډالره زياته قرضه اخستې ده چې 62 فيصدى اضافه په ګوته کوي.

د خزانې وزارت لخوا جارى کړل شوؤ د مئ دمياشتې دشمېرو له مخې د تېر کال برعکس حکومت د غېر ملکي زر مبادلې د غوره ساتلو لپاره د مالي کال 2021 په مهال درانه پورونه اخستې وو.

راپورونه وايي په دې کې نېزدې نيمايي قرضې دتجارتي پور په توگه اخستی شوې دي چې ددې د سود شرحه به د اېشيایي ترقياتي بانک، نړیوال بانک او د اسلامک ډوېلپمنټ بانک څخه د ترلاسه کېدونکو قرضو نه ډېر زيات وي.

ورځپاڼه ډان ليکي دا زياته قرضه د موجوده کهاتې نه زياته ده او ددې توقعو د نوي مالي کال په پېل کې نه لرل کېده.

د مالي کال 2021 د لمړیو 11 مياشتو په مهال جاري کهاته 15 کروړه او 30 لکه ډالره سره سر پلس وه چې په ځانګړي توګه په ترسيلات زر کې د 29 فيصدي اضافې سره د اقتصاد بهرنې کهاتې لپاره يوه لويه پشتي ده.

د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر شاهد حسن صديقي ډيوه ته وايي دا دپاکستان د فسکل رېسپانسيبېليټي اېنډ دېټ لمېټېشن قانون سرغړونه ده او بايد چې پارلیمان ددې نوټس واخلي.

هغه وايي حکومت چې د اقتصادي استحکام کومې دعوې کوي هغه سمې نه دي.

نوموړي بيا وايي ددې علت دا دی چې دپاکستان د جارى کهاتو خساره دې مياشت کې سېوا شوې ده او بله دا چې ټوله نېغ په نېغه بهر ملکي پانګونه کې هم کمی راغلی دی.

د کال 2018 په مهال يو کال کې ټوله د 5 ارب ډالره نېغ په نېغه بهر ملکي سرمایه کاري شوې وه او دې حکومت کې په دوو کلونو او 11 مېاشتو کې ایله د 6 ارب ډالرو نېغ په نېغه بهر ملکي سرمایه کاري شوې ده.

ډاکټر شاهد حسن صديقي مخکې وايي ددې معنا دا ده چې حکومت په اقتصادي څانګه کې پراخه اصلاحات نه دي کړي او د ځنیو ښو شمیرو په جاري کولو يوازې د اقتصادي وضعیت په ظاهري ډول سينګار وخت وباسي.

د ډان اخبار د رپورټ ترمخه پاکستان د ګڼو سرچینو نه د 3 اربو او 37 کروړو ډالرو قرضه اخستې ده.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې حکومت د مالي کال 2021 په لمړیو نهو مياشتو کې د پور ستنولو په مد کې 10 اربه او 63 کروړه ډالره ادا کړي او د روان مالي کال په پائ کې به د 14 اربو ډالرو نوره ادایګي کوي.

XS
SM
MD
LG