لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دسوشل میډیا په نوؤ قوانینو دانټرنیټ کمپنۍ څه اندېښنې لري؟


د انټرنيت کمپنيو يو ځل بيا پاکستان کې دسوشل میډيا دڅار په ترمیم شوؤ قوانینو خپلې اندېښنې ښودلي او دهیواد دانفارمیشن ټېکنالوژۍ د وزارت لخوا جاري کړل شوې دسوشل میډيا دنوؤ قوانینو ترميم شوې مسوده یې رجعت خوښې بللې ده.

پاکستان کې دسوشل میډيا او دانټرنيت دصارفينو دحقونو غیر دولتي تنظيمونه وايي د ددې نوؤ ترميم شوؤ قوانینو دلارې حکومت غواړي چې دخلکو شخصي معلوماتو او خبرو ته لاسرسى ولري او که دا نوي قوانین عملي کړی شول نو دې سره به په سوشل میډیا د اظهار ازادي بندېزونو سره مخ شي.

دپاکستان دانفارمیشن ټیکنالوژۍ وزارت دسوشل میډيا په قوانینو دا دریمه ترمیم شوې مسوده د روانې میاشتې په پیل کې خپره کړې ده.

دپاکستان دانفارمیشن ټیکنالوژۍ وزارت خپله ویب پاڼه هم د سوشل میډیا دڅار نوي قواعد خپاره کړي چې دهغې له مخې پاکستان کې به دسوشل ميډیا کمپنۍ داړونده ادارې یا اتهارټۍ سره ځانونه په درېوؤ میاشتو کې دننه رجسټرډ کوي.

ددغو قواعدو په اساس پاکستان کې به دسوشل میډیا کمپنۍ دشپږو میاشتو په موده کې دیو دایمي درک په ښودلو سره دشکایتونو اوریدو دپاره خپل دفترونه پرانزي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې خپل یو رپورټ کې د ایشیاء انټرنیټ کولیشن دمینجنګ ډایریکټر جیف پین له خولې ویلي چې کمپنیو په دې تجویز شوؤ ترمیمي قوانینو مایوسي ښکاره کړې ده.

هغه ویلي چې دڅو میاشتو راپدیخوا یې دانټرنیټ دڅار دقوانینو په اړه وار په وار دپاکستان حکومت سره خپل نظرونه شریک کړي خو دهغې باوجود اوس هم په دې ترمیم شوې مسوده کې یو شمیر داندېښنې وړ دفعې شاملې دي.

دپاکستان دسوشل میډیا ددې نوؤ قوانینو لاندې به د انټرنیټ کمپنۍ ددې خبرې پابندې وي چې پاکستان کې خپل دفترونه پرانزي اؤ په هیواد کې دشکایتونو اوریدو دپاره خپل یو استازی مقرر کړي.

پاکستان کې دسوشل میډیا د صارفینو دحقونو دپاره دکارکوونکي یو غیر دولتي تنظیم مشر اسامه خیلجي وي او ای ډیوه ته ویلي دا نوي رولز یا ضابطې هم دهغو زړو قوانینو نقل دی.

هغه وایي "دوئ غواړي چې په سوشل میډيا یوازې هغه مواد خپریږي کوم چې د دوئ په ګټه وي اؤ که څوک په دوئ نیوکې کوي نو ددغو نیوکو دموادو لرې کولو وینا به اړونده کمپنیو ته کوي اؤ که کمپنۍ یې نه لرې کوي نو بیا به دهغوئ رسنۍ داسې تړل کیږي لکه دلته چې ټیک ټاک په دریم ځل وتړل شو"

د انټرنيټ دصارفينو دحقونو دتحفظ دیو بل غېر دولتي سازمان بايټس فار ال مشر هارون بلوچ ډيوه ته وايي باید چې عدالت دې نوؤ قوانینو کې دهیواد دائین په ضد شامل کړل شوې مادې ختمې کړي.

هغه ویلي دپاکستان په څېر هیواد کې به چرې هم دانټرنیټ کمپنۍ دلته د ډیټا مرکزونو پرانستلو ته چمتو نه شي.

نوموړی وایي که دا نټرنیټ کمپنۍ دلته خپل دفترونه پرانزي نو بیا به حکومتي ادارې هغوئ څخه د خلکو د ډیټا جذئیات غواړي اؤ معلومول به غواړي چې په انټرنیټ کوم خلک دچا سره اؤ په څه موضوع خبرې کوي .

هغه وایي دا اندېښنې هم شته چې دهیواد ایجنسۍ به بیا دغه کمپنۍ بلیک میل کول پیل کړي .

دپاکستان مرکزي حکومت دسوشل میډیا دپاره دانوې قاعدې اؤ ضابطې په داسې وخت کې مخې ته راوړي چې هم پرون دسندهـ هایکورټ لخوا پاکستان کې په د ویډيو ګانو خپرولو په ایپ ټيک ټاک بندیز لګول شوی دی.

پاکستان کې دبشري اؤ دخبریالانو دحقونو تنظیمونه تور لګوي چې دلته حکومت ورځ تر بله په میډيا اؤ سوشل ميډیا بندیزونه سیوا کوي خو حکومت دا تورونه سم نه ګڼي اؤ وایي موخه یې د بې مهاره سوشل میډیا یوې قانوني لیکې ته سمول دي

XS
SM
MD
LG