لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبر: په کور کې دننه چاودنې څلور ماشومان او ښځه وژلي، څلور يې ټپيان کړي


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع خېبرکې په يو کور کې دننه د چاودنې له امله څلور ماشومان (دوه هلکان او دوه جينکۍ) او يوه ښځه وژل شوي او څلور نور ماشومان ټپيان شوي دي.

دغه پېښه تير ماښام د لنډي کوتل د ذخه خېل قام په سدوخيلو کلي کې شوې ده.

د خېبر ضلعې د لنډي کوټل تاڼې پوليس مشر شريف وي او اې وي ډيوه د چاودنې او د مړو ژوبلو تاييد کړي دي.

هغه وويل دا خبره نه شي کولی چې چاودنه څنګه شوې ځکه چې د هغه په وېنا په کور کې څوک پاتې نه دي يا وژل شوي يا ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه په دغه کور کې دوه تنه سړي دي خو وايي د هغو ذهني توازن سم نه دی ځکه د هغو نه کوم کره مالومات نه دي ترلاسه شوي دي.

پوليس وايي د دغه کور چې چاودنه پکې شوې ګاونډيان يې پرې هم نه دي خبر چې څنګه چاودنه شوې ده.

ځايي خلک وايي چاودنه د شفيق نومې تن په کور کې شوې ده.

سالک نور نومې تن چې ځان د شفيق د تره ځوی معرفي کوي وايي ماشومانو د بهر څخه کومه اوسپنه راوړې چې ګنې خرڅه به يې کړي خو هغه پرې په کور کې چاودلې ده.

هغه وويل د دغه ځای سره نزدې اېف سي ځواک چاودنې کوي او ډزې کوي تربيه مرکز يې مالوميږي ځایي خلکو اېف سي ځواک ته څو ځله ويلي چې دهماکې نه کوي د خلکو کورونه کچه دې زيان ورته ونه رسي خو دغه کار بيا هم دوام لري.

وي او اې ډيوه په دغه اړه د خېبرد امنيتي او ضلعې انتظاميې سره د تماس هڅه کړې خو هغو ځواب نه دی ویلی.

څو ورځې وړاندې د قبايلي ضلعو وکیلانو پېښور هايکورټ ته خواست کړی چې صوبايي او مرکزي حکومت ته دې امر وشي چې په قبايلي ضلعو کې ښخ ماينونه دې پاک کړی شي.

د جنوبي وزیرستان وکیل سجاد احمد مسيد چې دغه خواست کړی وايي يواځې په جنوبي وزيرستان کې د ماينونو د چاودنو 178 پېښې شوي دي.

نوموړي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د کال 2013 نه وروسته يواځې په جنوبي وزيرستان کې د ماينونو په پېښو کې د 800 پورې کسان اغېزمن شوي چې زيات پکې معذوره شوي دي.

په 22 فرورۍ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د ردالفساد عملياتو په څلورو کلونو پوره کېدو يوې خبري غونډې ته په وېنا کې په قبايلي علاقو کې د ماينونو پاکولو په اړه ویلي وو،

"په قبايلو علاقو کې په ردالفساد کې د ماين پاکولو په کار کې د 72 کلوميټره نه زياته علاقه پاکه کړی شوې ده چې پکې دو سرتیري وژل شوي او 119 ژوبل شوي دي په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی او په 42 فيصده علاقه کې اوس هم کار روان دی. او تراوسه پورې 48زره ماينونه ترلاسه کړی شوي دي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG