لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتړلو دوازو ترشا دافغانستان په اړه دپاکستان دپوځي اؤ سیاسي مشرتابه مهمه غونډه


دافغانستان د راتلونکي وضعیت په پاکستان دممکنه اغېزو اؤ افغانستان دپاره دپاکستان دتګلارې په اړه دپاکستان دپوځي،سیاسي اؤ حکومتي مشرتابه یوه مهمه غونډه دا مهال دتړلو دروازو ترشا روانه ده .

په پارلیمنټ کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ راجوړې شوې دې غونده کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه،د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید،پوځي ویاند بابر افتحار هم برخه لري.

په پارلیمنټ کې موجود د وي او ای ډیوه خبریال پیر ولایت شاه وایي ،دا غونډه چې ماسپښین درې نیمې بجې پیل شوې پکې دپاکستان داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید دپاکستان دقامي اسمبلۍ دملي سلامتیا غړو ته دافغانستان د روان اؤ راتلونکي ممکنه وضعیت اؤ په دغه اړوند دپاکستان دچمتووالي په اړه احوال تیروي.

دا مهمه غونډه وروسته له هغې جوړه شوې چې دپاکستان پارلیمان کې دحکومت مخالفو ګوندونو دې غوښتنې زور ونیولو چې افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته باید پارلیمان باور کې واخستل شي چې پاکستان به کومه تګلاره خپلوي؟

امریکې اؤ ناټو اعلان کړی چې د ستمبر تر ۱۱مې نیټې افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي اؤ ددې اعلان سره سم افغانستان کې یو وارې بیا دجګړو لړۍ پراخه شوې اؤ طالبان په ګڼ شمیر ولسوالیو دقبضې دعوې کوي.

د ډیوه دخبریال له مخې د تړلو دروازو تر شا دپاکستان دقامي اسمبلۍ داسپیکر اسد قیصر په مشرۍ روانه غونډه کې قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف،دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري،دعوامي نیشنل پارټۍ پارلیماني مشر حیدر هوتي،دجمعیت علماء اسلام(ف) پارلیماني مشر مولانا اسد محمود په ګډون دقامي سلامتیا دکمیټۍ ۲۹ غړي برخه لري.

غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دمخکښ مشر محسن داوړ په ګډون شپاړس نور پارلیماني غړي اؤ حکومتي وزیران هم ګډون لري.

دغونډې پیل کیدو نه وړاندې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي میډیا سره خبرو کې هېله ښکاره کړې چې دافغانستان په اړه دپاکستان پارلیماني غړو سره کومې اندېښنې مل دي ،په ننۍ مهمه غونډه کې به دا اندېښنې لرې کولی شي.

دغونډې یو برخه وال دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر حیدر هوتي وي او ای ډیوه ته ویلي چې دوئ هېله لري په دې غونډه کې به ورته یوازې شمیر شمیرې ونه ښودل شي بلکې داصل وضعیت نه دې دپارلیمان غړي خبر کړل شي.

حیدر هوتي ویلي دافغانستان په اړه چې پاکستان هره تګلاره جوړوي هغه باید دتړلو دروازو ترشا نه بلکې پارلیمان کې دبحث دلارې جوړه کړل شي.

دپاکستان دسیاسي اؤ پوځي مشرتابه دا مهمه غونډه لا دوام لري چې پائ ته په رسیدو به یې ډیوه بشپړ معلومات خپلو کتونکو اؤ اوریدونکو ته ورکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG