لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک:دماين چاودنه کې درې تنکي ماشومان وروڼه وژل شوي


امنیتي چارواکي وایي دخیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې دماین په یوه چاودنه کې درې تنکي ماشومان هلکان وژل شوي چې دریوارړه خپلو کې وروڼه دي.

داپېښه دجمعې په ورځ ټانک ښار نه دلس کلو میټره په واټن شمال لوري ته پرته سیمه محسودانو کوټ کې رامنځته شوې ده.

دټانک دپولیسو ضلعي افسر یا ډي‌ پي او ساجد صاحبزاده وي او ای ډیوه ته دپېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي پېښه کې وژل شوي ماشومان په یو دوکان کې وؤ اؤ دغلته یو ماین په لاس ورغلی چې هغې پرې انفجار کړی دی.

ډي پي او وویل پېښه کې د وژل شوؤ درېوؤ واړو وروڼو عمرونه پینځه کاله، اووه کاله اؤ دولس کاله دی .

دپولیسو مشر وایي د وژل شوؤ ماشومانو تعلق جنوبي وزیرستان سره دی خو دوئ له ډيرې مودې په ټانک کې میشت وؤ.

له چاودنې وروسته پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو مړي دضلعې ستر روغتون ته دپوسټ مارټم دپاره وړل شوي اؤ دهسپتال سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې دا ماشومانو دبمي په چرو دلګیدلو له امله مړه شوي دي.

دکرک دپولیسو مشر وایي دپېښې سره سم سیمې ته دپولیسو پلټونکې ډلې لیږل شوي اؤ ددې چاودنې دعلتونو معلومولو هڅې روانې دي.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو په ځانګړي ډول دټانک سره پیوست وزیرستان کې د زمکنیو ماینونو یو شمیر چاودنې شوي چې پکې ګڼ شمیر خلک وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

څوکاله وړاندې د پښتنو د حقونو د تحفظ لپاره رامنځته شوی تحريک پي‌ ټي ایم یا دپښتون ژغورنې غورځنګ هم د ماينونو په مسله خپل غږ پورته کړی او د حکومت نه يې غوښتنه کړې چې دغه سيمې باید له ماینونو پاکې کړل شي.

تیره میاشت پېښور هایکورټ قبایلي سیمو کې دماینونو دچاودنو په اړه حکومت نه د دوؤ اوونیو دننه راپور غوښتی ؤ.

هغه وویل دا یوه پرامنه سیمه ده اؤ ددلته داسې دماینونو چاودنې نه کیږي لکه څنګه چې وزیرستان کې دزمکنیو ماینونو چاودنې کیږي.

هغه وویل دلته نه خو جګړه شوې ،نه طالبائزیشن شته اؤ پولیس دا معلوموي چې دا چاودیدونکي مواد په دغه ځائ کې څنګه پراته وؤ؟

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG