لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان تجارتي خساره نوره ۳۲.۹ فیصدي زیاته شوې ده


په پاکستان کی تجارتي خساره نوره زیاته شوې او ددغه هیواد دتجارات وزارت وائي په دې کې ۳۲.۹ فیصدي اضافه شوې.

څېړونکي وایي که چرې پاکستان یوه زرعي پالیسی جوړه نه کړي نو دا به په راتلونکي وخت کې د پاکستان د زر مبادله په ذخیره فشار زیات کړي.

داقتصاد ماهر لحاظ علي وائي پاکستان یو زرعي ملک دی زیاتره پکښې خوراکي شیان پیدا کیږي خو بیا هم خوراکي توکي د بهر نه راغواي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل"مونږ هر کال غنم راغواړو ،د اربونو روپو پۍ یا شیده راغواړو، چیني درامد کوؤ،چائ دبهر څخه راځي او قهوه هم درآمد کوو"

لحاظ علي زیاتوي "دا پخپل ځائ خو زمونږه کارخانې بندې شوې او زمونږ برامدات کم شوي دي، پاکستان په نړیواله کچه څلورم هیواد دی چې پکښې د پیئو پیداوار کیږي خو بیا هم ددې درامد کول دسوچ نه بهر خبره دہ او مونږه تر اوسه دی ته پام نه دی کړی"

دتجارتي چارو دپاره دپاکستان د وزیر اعظم سلاکار عبدالرزاق داؤد تیره ورځ په خبري کانفرنس کې وئيلي وؤ تجارتي درامدی بل په دې وجه هم زیات شوی چې هم سږکال د غنمو او چینو زیات درآمد شوی.

هغه وایي هیواد ته په یو کال کې د یو ارب او ۲۰ کروړه ډالرو چیني او غنم درامد شوي دي.

د وزیراعظم دسلاکار په وینا په دې موده کې د ملک دننه دمالوچو یا پومبې پیداوار کم شوی او ددې درامدي لګښت یو ارب او شل کروړه ډالره جوړ شوی، د ۸ اربه ډالرو صنعتي مشنري راغلې او دا ښایي چې په ملک کی پرمختیا روانه ده .

عبدالرزاق داؤد زیاتوي په مالی کال ۲۰۲۰ -۲۱ کی برامدات ۱۸% زیات شوي او دا د ۲۳ اربو ډالرو نه ۲۵ اربو ډالرو ته رسیدلي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وائي دې سره د زرمبادله په ذخیره بوج زیاتیږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې سجاد احمد وایي روان مالی کال حکومت د اقتصادي پرمختیا شرحه ۴.۸ فیصده مقرر کړې او د درامداتو هدف یې ۵۵ اربه ډالره ايښودی دی او دا هدف ترسره کول د غیر ملکي زرمبادله د ذخیرې ختمیدو ذریعه جوړېدی شی.

نوموړي ویلي روان مالي کال ۲۰۲۱-۲۲ کې د کرونا وبا د مخنیوي دپاره اخستل شوي پورونه هم بېرته ستنول دي نو دې سره به دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره هم راکمه شي.

دتجارت وزارت وائي دپاکستان درامدي بل د پټرولیم مصنوعاتو،خوراکي تیلو ،خام مال،کیمیائي موادو، موبایل ټیلیفونونو ،څرې ،ټایرونو او د کرونا وبا ضد ویکسینو درآمد کولو په وجه هم زیات دی خو د هیواد ته د بهر نه د راتلونکو پنګو یا ترسیلات زر له امله یې اغېزې کمې دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG