لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې پاکستان ته د کرونا ضد 25 لکه ويکسين ورکړي


امریکې د کرونا ضد مبارزې او دوستۍ کې پاکستان ته د موډرنا دوه اعشاریه پينځه ملینه يا 25 لکه ويکسين ورکړي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن دغه خبره په ټویټر کړې ده.

هغه ويلي د ویکسينو ورکولو د لارې امریکا د پاکستان سره دوستي ښکاره کول او د کرونا ضد مرسته کول غواړي.

نوموړي ویلي، امریکا ژمنه ده چې د نړۍ نه د کرونا دا وبا ختمه شي.

په قومي کچه د صحت په چارو کې د پاکستان د وزيراعظم ځانګړي مرستیال فېصل سلطان د امریکا څخه د ويکسينو راتلو هرکلی کړی دی، او ويلي يې دي دا د دواړو هېوادونو د دوستۍ څرګندونه کوي.

د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزیر اسد عمر چې د کرونا د څار دپاره جوړې قومي کمېټۍ مشري کوي هغه هم د امریکا د مرستو سره د صدر جوبايډن د کرونا په لړ کې پاليسي ستايلې ده.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې ويلي دغه 25 لکه ويکسين د جمعې په ورځ (2 جولايي) اسلام اباد ته رسېدلي دي.

سفارتخانې په بیان کې ويلي دغه ويکسين د امریکا لخوا په نړۍ کې د اته کروړه ويکسينو وېشلو برخه ده، چې هدف يې د کرونا وبا مخه نيول او په نړيواله کچه د برابرۍ په اساس خوندي او موثره ویکسينو ته د اولس رسایي ممکن کول دي.

ويل شوي څنګه چې صدر جوبايډن ويلي هغه په نړۍ کې هم د کرونا ويکسينو دپاره دومره ژمن يا عزم لري څنګه يې چې په امریکا کې دی.

په پاکستان کې د امريکا د سفارتخانې ناظم الامور اينجيلا پي ايګلر ويلي، امریکا په پاکستان کې د ويکسينو په وېشلو خوشاله ده او د دغه لارې به په پاکستان کې د خلکو ځانونه محفوظ شي.

د سفارتخانې د بيان ترمخه امریکا د دغو ويکسينو نه علاوه پاکستان ته پينځه کروړه ډالره مرستې هم ورکړي، او د مې په میاشت کې يې پاکستان ته د اسټرازينکا 12 لکه ويکسين هم ورکړي وو.

امریکې پاکستان ته دا تازه ویکسين په داسې حال کې ورکړي چې په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې 22زره 379 کسان مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا ضد ويکسينو لګولو عمل روان دی او تراوسه پورې په ملک کې د 32 لکه نه زياتو کسانو ته د ويکسينو دوه ډوزه او د يو د کروړ35لکه نه زیاتو کسانو ته يو ډوز لګول شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG