لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا حکومت دمومند ماربل زون دپاره زمکه اخلي،خو کاروباریان پرې خوښ نه دي


د خېبر پښتونخوا حکومت د مومند ماربل زون د پاره د دوه زره ايکړه زمکې اخستو پريکړه کړې او دصوبې اعلا وزیر اړونده اداروته په دغه اړه د رپورټ جمع کولو امر کړی دی.

دماربلو کاروباريان وايي حکومت هڅې کوي چې دغه زمکه غرییزه سيمه کې واخلي اؤ کاروباریان به غرییزې سیمې ته په اسانه تګ ته غاړه کښینږدي.

د مومند ماربل سټي جوړولو وړومبی اعلان په کال ۲۰۰۷م کې شوی ؤ او د فاټا سيکرټرېټ چارواکو په هغه وخت کې وئيلي وؤ چې دغې د پاره يي نزدې درې سوه ايکړه زمکه اخستې ده.

دغې ماربل سټي کې ۲۹۰ پلاټونه جوړ کړی شوي وؤ چې تر اوسه پکې د چارواکو په وینا يو ۱۶۰ مالکانو ته سپارل شوي دي۔

خو د ماربلو کاروباريان وايي دغه ماربل سټي ناکامه شوې ، ځکه چې دا په غريبزه سيمه کې ده او د اوبو، سړک او د بجلۍ انتظام يي کمزوری دی نو ځکه ورته کارخانه دار نه ورځي.

د ماربلو يوکاروباري جان الله وايي حکومت د اوسنۍ اعلان شوې زمکې هم په غريیزو سيمو کې د اخستو پلان لري او دوئ ګڼي چې د تېر ماربل سټي په څېر که دا زمکه هم غريیزه علاقه کې واخستل شي نو کارخانه دار به ورته لاړ نه شي۔

حکومتي چارواکي وايي د مومند ماربل سټي ته پلان لري چې شبقدر،ورسک روډ او د ملاګورو کارخانې دغه ماربل زون ته منتقل کړل شي،چرته چې دا وخت په سلګونو د ماربلو کارخانې فعالې دي او د خېبر او مومندو ضلعې نه دغه کارخانو ته د ماربلو کاڼي راوړل کيږي۔

د پاکستان دماربلو دسازمان دکمیتۍ مشر اصغر اتمانخېل وايي په پخوانۍ ماربل سټي په اربونو روپۍ خرچ شوي دي خو هغه لا هم په بشپړ ډول نه ده فعاله شوې خو دوئ په تمه دي چې حکومت اوس دې پروژې ته پوره پاملرنه وکړي او زيات نه زيات کارخانه دار دغه زون یا ساحې ته لاړ شي۔

د معديناتو د پاره دخېبر پښتونخوا د وزير اعلا سلاحکار عارف احمد زئ ډيوه ته وويل دوئ به دنوې زمکې په اخستو کارخانه دارو سره مشورې کوي او ددغه زون دکاميابۍ دپاره به پوره هڅې کوي۔

عارف احمد زی زياتوي په تېر مالي کې د معدنياتو نه د ټيکسونو په مد کې د امدن هدف درې نيم بيلينه روپۍ ؤ او دوئ په دغه امدن کې پينځه بيلينه روپۍ راټولې کړې دي او موجوده مالي کال کې به دغه ګټه نوره هم زياته شي۔

خو کارخانه دار ګيله کوي چې موجوده وخت کې د ماربلو غرونو ته لارې، کارخانو ته بجلي، اوبه ، مزدورانو ته تحفظ او نورې اسانتياوې د حکومت لخوا نه دي ورکړل شوي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG