لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا عدالتونو کې به اوس مقدمې دانټرنیټ دلارې هم اوریدل کیږي


پېښور هايکورټ دصوبې ضلعي عدالتونو او د هايي کورټ څانګو کې دانټرنټ دلارې هايکورټ کې د قضيو اورېدنو د پاره زمينه برابر کړې او د ويډيو لنک په ذريعه د قضیو اورېدنې پرانسته يې کړې ده۔

دقانوني چارو پوهان وايي چې دې سره به که يو خوا هايکورټ کې مقدمې په کم وخت کې فېصله کېږي نو بلخوا به ورسره وکېلانو او په کېس کې فريقينو ته هم د خپلو قضيو پيروي کول اسان وي او په عدالت کې به د قضیو ځنډېدو مخنيوی وشي.

د پېښور هايکورټ د پروټوکول افسر ددفتر نه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې دې نه وړاندې د کوهاټ او مردان ضلعو په بېنچونو کې دغه سهولتونه موجود وؤ خو اوس د صوبې په کچه دضلعي عدالتونو او د هايکورټ نورو څانګو نه هم وکيلان د انټرنټ د لاري په مقدمو کې بحث کولی شي.

په دې اړه د پېښور هايکورټ اېډوکېټ سېف الله محب کاکا خېل وي او ای ډيوه ته وويل چې د هايکورټ لخوا اخستل شوي ګام سره به اوس په عدالتونو کې مقدمې د ځنډ نه ښکار کېږي او زر به فېصله کیږي.

" دا چې کومه پرانسته وشوه نه دې به ډېرې ګټې وي او دې سره به زمونږه دټولو ضلعو عدالتونه يو بل سره پیوست يا وتړلی شي"

نوموړی وایي "دې ګام سره به د کېسونو د ځنډېدو هغه شرحه هم ډیره په اسانه ختمېږي او دکېس تاريخ به نه ملتوي کېږي لکه که يو وکيل دی هغه وايي چې زه په سوات کې يم نو هغه دسوات نه هم اورېدل کېدلی شي"

د پېښور هايي کورټ وکيلان وايي چې د کرونا وبا خورېدو له امله د صوبې په کچه عدالتي نظام متاثره شوی او په داسې حال کې د عصري ټېکنالوژۍ استعمال به د وکيلانو ترڅنګ عام اولس ته د خپلو کېسونو پېروي کولو کې اسانتياوې پېدا کړي،

دوئ وايي عام اولس به هم کولی شي چي په کمه خرچه د خپلې ضلعې ديو مقامي وکيل په مرسته هايکورټ کې اسانۍ سره مقدمې ترسره کړي۔

د ایبټ اباد دسېشن کورټ وکیل ياسين اياز اېډوکیټ وي او ای ډيوه ته وويل د انټرنټ د لارې د کېس اورېدنې سره وکېلان کولی شي چې د مقامي عدالت ترڅنګ هایکورټ کې هم د روانو مقدمو پېروي وکړي۔

" مونږه چې کله د اېبټ اباد نه پېښور هايکورټ ته يو کیس د پاره تلو نو زمونږ به ټوله ورځ هم ضايعه شوه او ستړي به هم شو، غټه خبره دا ده چې د اېبټ اباد موکلان يا کلائنټس به زمونږ له وجې ډېر متاثره کېدل او داسې چې هرې ضلعې نه به وکيلان راتلل نو دا مسله به وه ورسره۔ خو اوس به دې ويډيو لنک سره دا وشي چې د وکيلانو او عام اولس وخت به هم بچ کېږي او مالي خرچ به يې هم زيات نه کېږي"

د روان کال داپريل دمياشتې وروستۍ اوونۍ کې د پېښور هايي کورټ رجسټرار میډيا ته ويلي وؤ چې دا وخت په ضلعي عدالتونو کې دوه لکه او څه د پاسه 30 زره کېسونه دځنډ ښکار دي،

د هايي کورټ چارواکې وايي چي د قبايلي ضلعو په شمول د صوبې په 12 ضلعو کې ورچول کورټس به ډير زر کار شروع کړي او په دغه عدالتونو کې به ځانګړي ججان د نورو سېمو څخه دقضیو اورېدنه کوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG