لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکې موډرنا ویکسین دپښتنو خواریکښو بهر ته دتګ مشکل اسان کړی


بهرنیو هېوادونو ته تلونکو او په ځانګړي ډول عربي هېوادونو کې مزدوري کوونکو پښتنو خواریکښو دامريکې لخوا پاکستان ته دویریا موډرنا ويکسين ورکولو هرکلی کړی دی.

دخېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي دوئ هیله لري چې د موډرنا نور ويکسين هم صوبې ته راشي او هڅه یې ده چې ددغه ويکسين لګولو مرکزونه هم زيات کړي۔

په بهرنیو هیوادونو کې خواري مزدوري کوونکو دخیبر پښتونخوا یو شمیر وګړو وي او ای ډيو ته ویلي دوئ د ډيرې مودې راهسې بېرته بهرنیو ته مزدورۍ له تګ ته تیار وؤ خو په عربي هېوادونو کې هغه تنانو ته د ورتګ اجازه نه ورکړل کيږي چا چې دچائنه جوړ ويکيسن لګولې وي.

سعودي عرب کې مزدوري کوونکي تاج ملال ډيوه ته وويل پاکستان ته د شپږو مياشتو په رخصتۍ راغلی ؤ ،اوس یې دغه رخصتي ختمه شوې ده خو دلته ورته هغه ويکيسن نه ترلاسه کیدل چې سعودي عرب کې دمنلو وړ وي .

هغه وایي اوس د امريکا نه راغلي ويړيا ويکسين لګولو سره به ددې جوګه شي چې بېرته خپلې مزدورۍ دپاره سعودي عرب ته لاړ شي.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي د صوبې ټولو ديارلسو د صحت مرکزونو کې چې پکې دپېښور درې لويو سرکاري هسپتالونو،د سوات دوؤ،د اېبت اباد،مانسهره،د کوز دير، بر دير،باجوړ، کوهاټ، ډي ائې خان او مردان ضلعو کې په يو يو مرکزي هسپتالونو کې په اولني پړاؤ کې دغه امريکائي ويکسين لګول کيږي۔

دخېبر پښتونخوا حکومت د کرونا دپاره وياند ډاکټر اکرام خان وايي د امريکي نه راغلي پينځويشتو لکو ويړيا ويکسينو کې يو نيم لک خېبر پښتونخوا ته ورکړل شوي دي، او دوئ ددې ویکسین لګولو دپاره هغو ضلعو کې مرکزونه جوړ کړي د کومو نه چې زيات شمېر کې خلک بهرنیو هېوادونو ته ځي۔

ډاکټر اکرام خان وويل دې مرکزونو کې به هغه تنانو ته لومړيتوب ورکول کيږي چې بهر هېوادونو ته ځي او د جولائي د مياشتې ټکټ یې کړی وي.

نوموړي وويل د دوئ مرکزي حکومت سره په دې خبرې روانې دې چې دا ويکسين د ابادۍ په بنياد نه بلکې بهرنیو هېوادونو ته دتلونکو خلکو دشمېر پسر ورکړل شي ځکه چې د خېبر پښتونخوا خلک د نورو صوبو په نسبت په زيات شمېر کې د بهرنیو هېوادونو سفرونه کوي.

ډاکټر اکرام خان وويل په پاکستان کې دا وخت اووه قسمه ويکيسن لګول کيږي چې تر ټولو زيات پکې د چائنه جوړ ويکسين دي، خو ددغه ويکيسن لګولو باوجود هم اکثر هېوادونه هغه تنانو ته دداخلې اجازه نه ورکوي او د موډرنا ويکسين سره به بهر هېوادونو ته دتلونکو تنانو دغه ستونزه هوار شي۔

ډاکټر اکرام وويل دې ترڅنګ به دا ويکسين د زړه، شوګر او نورو سختو مرضونو کې اخته تنانو ته هم لګول کيږي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG