لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:جایداد کې په برخې غوښتو دوؤ وروڼو پخپله خور اؤ مور سخت تشدد کړی


پولیس وایي پېښور کې یې هغه دوه تنه وروڼه نیولي چې پلرني کور کې په برخې غوښتو یې پخپله خور اؤ مور پریمانه تشدد کړی دی.

دتشدد دغه ویډيو په ټولنیزو رسنیو هم ګڼو فعالانو خوره کړې چې پکې لیدل کیږي دوه کسان یوې کوټې ته رادننه شي اؤ بیا دغه کوټه کې په موجودو دوؤ میرمنو ناتاره تشدد پیل کړي.

دغه دواړه کسان چې پولیس یې خپلو کې وروڼه یادوي، ویډیو کې لیدل کیږي چې یو په لاس کې سټک اؤ بل دموټرسائیکل هیلمټ نیولی وي،یوه ښځه په وهلو راغورځوي اؤ بیا یې په سټک ، هلیمټ ،لغتو اؤ سوکانو وهي.

په سوشل میډیا ددې ویډیو مخې ته له راتلو وروسته دپېښور پولیسو ددغو دواړو کسانو دنیولو خبر ورکړو اؤ وئ ویل دواړه کسان افتاب اؤ ارشد نومیږي چې دپېښور دامین کالونۍ استوګن دي اؤ‌ د پلرني کور کې دبرخې پسر یې پخپله خور اؤ ورسره دهغې په مور یې تشدد کړی دی.

د پیښور د بالا ماڼۍ تاڼې ایس ایچ او داود خان وي او ای ډیوه ته ویلي دافتاب اؤ ارشد په نومونو دا دواړه کسان له نیول کیدو وروسته حوالات ته اچول شوي اؤ په ضد یې مقدمه درج کړل شوې ده.

هغه وویل دوئ نه خپلې خور په پلرني کور کې برخه غوښته چې دهغې له امله یې په خور اؤ مور برید کړی اؤ ناتاره یې وهلي دي.

دپولیسو مشر وایي دتشدد ښکار شوې میرمنې یې هسپتال ته لیږلي اؤ د ډاکټري رپورټ په اساس د نیول شوؤ کسانو په ضد مقدمه درج کړل شوې اؤ پلټنې ترې روانې دي.

پېښور کې میشت د بشري حقونو مبارز قمر نسیم وایي داسې پیښې ټول پاکستان کې راپور کیږي. پښتونخوا کې ددې د مخنیوي لپاره یو قانون هم موجود دی. خو د بده مرغه ډیرې کمې زنانه ددغه قانون نه خبر دي.

بل لوري ته قانون پوهه ثابت الله خان خلیل ایډوکیټ وایي د پیرنګیانو وخت کې وراثت کې د برخې کوم قانون نه ؤ موجود. هاغه وختونو کې یوه نالیکلې ضابطه وه چې رواج به یې ورته ویلو.

دقانون پوهه خلیل ترمخه "ددغه ضابطې په اساس به چې کومه زنانه واده شوه نو د پلار جایداد کې د برخې نه به محرومه شوه. خو بیا د پاکستان د جوړښت نه وروسته ۱۹۵۸م کې د وراثت قانون مخې ته راغلو کوم چې د وراثت اسلامي طریقه ده"

ثابت الله خلیل وایي پاکستان کې دوراثت دقانون جوړیدو باوجود اکثره خلک لور خور مړه وښایي اؤ داسې یې په وراثت کې دخپل حق نه محرومه وساتي.

خلیل ایډوکیټ وایي دا وخت چې مونږ سره څومره قضیې دي د هغې شپيته فیصده هاغه دي کوم چې وراثت کې لور خور ته برخه نه ورکول غواړي.

نوموړی زیاتوي که د جایداد او زمکو ریکارډ کمپوټري شو او نادرا داسې نظام راوړو چې د کوم تن په مړینه به دده جایداد نیغه په نیغه دده وارثانو ته انتقالیږي نو داسې قسمه پیښو او قضیو کې به تر ډیره حده کمی راشي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG