لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزير د پوځ مشر جنرل باجوه ته پرانستی خط ليکلی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په نوم پرانستی خط ليکلی او پکې يې ویلي، "ستاسو (جنرل باجوه) زما نه د بخښنې غوښتنه قطعا غېر جمهوري،غېر اييني او غېر قانوني ده".

علي وزير په څلورمه جولايۍ په ټويټر او فېس بک د جنرل باجوه په نوم ليکلي پرانستي خط کې ويلي، "د ټولنيزو رسنيو د لارې خبر شوی يم چې تاسو (جنرل باجوه) په مبيينه توګه د پارلیمان د ملي امنيت په غونډه کې ويلي که زه (علي وزير) ستاسو نه بخښنه وغواړم نو به خوشي کړل شم".

د علي وزير د خط په اړه تراوسه پورې د پوځ او حکومت لخوا کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

علي وزیر ليکلي ايا دا د ايين ښکاره سرغړونه نه ده چې تاسو (جنرل باجوه) د یوې داسې ادارې مشر يئ چې هغه د حکومتي وزارت ذيلي اداره ده او د خلکو په ټېکس او قومي خزانې به په تنخا چلیږي.

علي وزير تور لګولی چې "پوځ په سياسي او عدالتي معاملاتو کې لاس وهنه کوي بلکې پارليمنټ او عدليه هم کنټرولي او په فېصلو يې اثراندازه کيږي"؟

نوموړي ويلي چې "ستاسو (د پوځ مشر) لخوا زما نه د بخښنې غوښتنه د هغه تريخ حقيقت اعتراف دی چې په دې ملک کې د حکمرانۍ او جزا او سزا واک د چا سره دی؟ او څوک ما بيا بيا په زندانونو کې اچوي؟ دوېم خبره دا چې ستاسو دغه غوښتنه قطعا غېر جمهوري، غېر اييني او غېر قانوني ده،په جمهوريت کې حاکميت اعلا د جمهور او منتخب استازو سره وي او هغه د ايين جوړونکي وي".

هغه ويلي "که پوځ د جزا او سزا اختيار د ځان سره لري نو دا په پارلیمان، عدليه او جمهوريت غټ سوال دی".

علي وزیر په دغه خط کې ویلي "تاريخ به فېصله وکړي چې د انسانيت پرضد جرمونه چا کړي؟ او د خپل حلف سرغړونه چا کړې او بخښنه چاته غوښتل پکار دي؟".

نوموړي په ملک کې د ورپېښو مسلو، د طبقاتي او صنفي جبر، بې درکه کسانو، قبايلي ضلعې د ماينونو نه پاکول او کډوالو بيرته په ځای کولو ترڅنګ د افغانستان په حالاتو او نورو ډېرو مسلو يادګېرنه کړې او ويلي يې دي په دې ټولو ماملاتو به جمهوري فېصلې کول وي.

علي وزیر دغه خط په داسې وخت کې ليکلی چې په 26 جون د قامي اسمبلۍ سپيکر په وفاقي بجټ د بحث دپاره د علي وزير پروډکشن ارډر جاري کړی او په هغه په 28 جون د کراچۍ نه اسلام اباد ته تللی وو. علي وزير د کراچۍ د مرکزي جېل څخه تللی وو، هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ د شپږم دسمبر د کراچۍ د جلسې پرضد جوړه مقدمه کې بندیوان دي.

د جولايي په لومړۍ نېټه د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې مشرانو د ملي امنيت پارلیماني کمېټۍ د غړو په غونډه کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي وو که علي وزیر بخښنه وغواړي نو خوشی به کړل شي.

د پوځ د مطبوعاتو ادارې ايي اېس پي ار په دغه اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو ځینو سرچينو او ازادو خبريالانو د دغه غونډې د منځ خبرې رايستلې او خبريال اسد طور په خپل وي لاګ کې دغه خبره کړې وه چې د مسلم ليګ ن ګوند يو مشر او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په غونډه کې د پوځ مشر ته ویلي وو چې علي وزير پرېږدي.

اسد طور د سرچینو له قوله ويلي چې جنرل باجوه هغه ته په ځواب کې وويل، علي وزیر چې شخصاً پر ده تنقید کوي هیڅ خبره نه ده نوازشریف یې هم کوي خو وایي هغه د پوځ خلاف سختې خبرې کړې دي ځکه یې مونږ په هیڅ حالت کې نه پرېږدو.

علي وزير په درېمه جولايۍ په ټویټر ویلي وو، "د جنرل باجوه څرګندونې زما په اړه نه دي بلکې د هغو ججانو په مخ څپېړه ده چې زما د ضمانت خواست يې رد کړی دی".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG