لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوال وايي، د خېر په غوښتو مجبور شوي


د شمالي وزیرستان نه کلونه وړاندې کډوال شوي خلک وايي د تيرو څو مياشتې راهسې ورته مرستې ورکول ودرول شوي او د خېر په غوښتو مجبوره شوي دي.

د افتونو د مخنیوي اداره پي ډي اېم اې وایي، د جګړو او پوځي عملیاتو په نتیجه کې د شمالي وزیرستان 15200رجسټر کورنۍ تر اوسه لا هم بې کوره دي خو وایي هغه کورنۍ چې رجسټرډ نه دي تر دې څو چنده زیاتې دي. او دوی سره په دې کډوالۍ کې د نړیوالو په ملاتړ د امداد لپاره پیسې ورکړل کیږي.

د شمالی وزیرستان نه بې کوره شوی کډوال قاسم وايي د تیرو شپږو میاشتو نه ورته خوراکي توکي نه دي تر لاسه شوي او دوی د خېر په غوښتو مجبور شوي دي.

هغه ویل دوی د بنو په نورنګ سړک خرګې چوک سیمه کې په شاړو کې نزدې 1500 کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي دوی ته په دې ځای کې نه د سکول نه د هسپتال او نه د بجلۍ اسانتيا شته او د دې ستړي ژوند نه د وتلو لپاره بیا بیا د واپسۍ غوښتنه کوي خو دا غوښته یې نه اوریدل کیږي. او نه په حکومتي کچه د دوی مشکلاتو ته پام لرنه کیږي.

هغه د شپږو مياشتو راهسې چې ورته خوراکي توکي ورکول ودرول شوي مشکلات يې نور پسې سېوا شوي دي.

هغه زیاته کړه د کور ماشومان یې په خواو شاه سیمو کې په کورونو ګرځي او وظیفې راغونډوي.

مشتاق وزیر وویل دوی د تیرو اووه کالو نه په بنو کې د بې کورۍ ژوند تیره وي د دوی نوم لیکنه نه ده شوې او په دې کډوالۍ کې دویی سره هیڅ مرستې نه کیږي.

هغه وويل د ورځې مزدوره کوې چې په هغه د کور خرڅ خوراک برابر کړې، خو نه د ماشومانو د سکول او نه بیا د روغتیا مخه ویني

د پي ډی اېم اې احسان داوړ وايي دغو کډوالو ته د کرونا وبا له امله خوراکي ورکول ودرول شوي او دغو کورنیو ته د میاشتې د دولس زره سره د خوراک اته زره روپۍ ورکړل کیږي هغه وویل دا مرستې د مې میاشتې نه پېل شوي دي.

د ادارې ویاند وایي، تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د شمالي وزیرستان ټول پاتې بې کوره شوي خلک به کله خپلو سیمو ته ور ستانه شي، خو وایي څومره زر چې کېدی شي د خلکو د ستنولو پلان به جوړوي.

یو بل کډوال زکیم خان وايي دوته ته به د مياشتې په سره اتيا کلوګرامه وړه، لس کلو غوړي او لس کلو دال تر لاسه کیدل هغه وایی پیسې اوس یوازې هغه خلکو ته ترلاسه کیږي چې کوم رجسټرډ وي او چې رجسټرډ نه وي هغو ته نه ترلاسه کیږی.

هغه وویل په دې اته زره روپو د کور خرڅ خوراک نه پوره کیږي یواځې وړه پینځه زره روپۍ بیه لري.

په شمالي وزيرستان کې د کال 2014 په نيمايۍ کې د ضرب عضب پوځي عملياتو له امله د لس لکه پورې کورنۍ د خپلو کورونو نه په کډه کولو مجبوره شوې وې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG