لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور هايکورټ د پوځي په وژن تورن شکيل مسيح په ضمانت د خوشي کېدو حکم کړی


پېښور هايکورټ د يو پوځي په وژنه تورن شکيل مسيح په ضمانت د خوشي کولو امر کړی دی، شکيل مسيح اته کاله په بند کې تير کړه، وکيل يې وايي د هغه د مقدمې کاغذونه يا ريکارډ ورک شوی ځکه د هغه مقدمه سرته نه ده رسېدلې.

د پېښور هايکورټ جسټس مسرت هلالي او د جسټس سيد ارشد علي دوه کسيزه بېنچ دغه قېدي شکيل مسيح د خواست اورېدو په مهال د يو يو لک روپو دوه ضمانتي بانډونه عدالت کې د جمع کولو نه پس د هغه د ضمانت منظوري ورکړې ده.

د دغه قېدي له خوا وکيل سېف الله محب کاکاخېل عدالت ته خواست کړی وو چې عدالت دې د دغه قېدي، قېد غېر قانوني بند وګرځوي او دا دې غېر اييني او د هغه د بنيادي حقونو نه سر غړونه وګرځوي. د دغه خواست اورېدلو په مهال دغه عدالت د دغه قېدي ضمانت منظور کړی دی.

د دې مقدمې په حقله وکيل سېف الله محب کاکاخېل وايي چې په ايين کې ازاده عدالتي اورېدنه او خپله دفاع يو بنيادي حق دی د کوم نه چې دا قېدي محرومه پاتې شوی دی.

هغه وايي چې د دې قېدي شکيل مسيح کاغذونه سره د اېف ايي ار ورک شوي وو چې له وجې يې دی د خپلې دفاع کولو نه محرومه وو.

د ده کاغذونه نه وو تر لاسه شوي چې ده خپله دفاع کړی وی. اېف ايي ار يې هم نه دی ترلاسه شوی او د ده پر ضد باندې داسې څه ثبوت هم نشته چې له وجې يې دی په جېل کې وساتلی شی. نو مونږ په دې باندې په پېښور هايي کورټ کې درخواست جمع کړی وو. چې پکې نن ضمانت ورکړی شو.

هغه وايي عدالت هم د مقدمې د اورېدنې په مهال وويل چې يو داسې کس چې پر ضد يې څه ثبوت نه وي د هغه په جېل کې د ساتلو څه جواز نه جوړيږي.

بېنچ دا ووېل چې يو داسې کس چې پر ضد يې څه ثبوت نشته نو په جېل کې يې ولې ساتئ. د ده کورنۍ هم دا وويل که د ده پر ضد څه جرم وي نو عمر قېد دې کړي يا دې د مرګ سزا ورکړي. کورنۍ يې ډېره غريبه ده او د اقليت سره تعلق لري. په دې کېس کې اوس خو ضمانت وشو خو اميد دی چې زر به خوشی يا بري هم شي.

په کال 2013 کې د اکتوبر د اتمې نېټې راهسې د هغه وخت خېبر اېجنسۍ کې د يو فوځي د وژنې په الزام کې دغه کس شکيل مسيح نيولی شوی و خو دې قېدي عدالت ته وېلی چې د ده د مقدمې يا د عدالت د اورېدنې رېکارډ بې درکه کېدو نه وروستو د هغه مقدمه سره ته نه وه رسېدلې او هغه څه اته کاله قېد کې تېر کړي دي.

په پخوانيو قبايلي سيمو کې د اېف سي ار قانون او د عدالتي کاروايانو په اړه وکيل فرهاد افريدی چې په کال 2016 کې يې څه وخت د دغه قېدي وکالت هم کړی وو وايي دغه شان ډېرې مقدمې شته چې قېديان په کلونو د خپلو مقدمو د سر ته رسېدلو په انتظار کې زنداني وي. هغه وايي داسې بې وسه قېديانو له پکار ده چې حکومت قانوني مرسته ورکوي.

په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوو ضلعو کې مخکې د پولېټېکل اېډمنسټرېشن نظام وو نو په هغې کې داسې څه په سوونو خلک اوس هم شته دی او متعلقه ضلعي عدالتونو سره د هغې رپورټ هم شته دی.

خو قانون پوهان او د انګرېزۍ ورځپاڼې ډان سره کار کونکې خبريال وسيم احمد شاه وايي مخکې به داسې قسمه مقدمې وې او مقدمې اوس هم ځنډولی کيږي خو قبايلي ضلعې په صوبه کې د ورګډېدو وروسته داسې مقدمې اوس پټې نه شي پاتې کېدی.

هغه وويل هسې خو دا اوس څه د روزمره خبره نه ده. لم لېټ خو په بعضې کېسونو کې کيږي خو دا ډېر لږ کېسونه وي او کله کله مخې ته راشي چې يو څوک په جېل کې بند وي او پته يې نه وي چې وجه يې څه ده.

د داسې قېدیانو په عدالت کې وکالت کونکی وکيل سېف الله محب کاکاخېل د عدالت نه غوښتنه کړې چې د دغه مقدمې اورېدونکي عدالتي احکامات دې د کرمنل جسټس يا د انصاف بنيادي اصولو پر ضد وګرځولی شي. هغه د عدالت نه دا هم غوښتنه کړې معلومه دې کړی شي چې د اېف ايي ار يا د څه ثبوت د نيشتوالي باوجود دغه کس اته کاله په عدالتي قېد کې تېر کړي.

XS
SM
MD
LG