لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانيان د افغانستان د لارې سعودي عرب ته ولې تلل؟ چې اوس ايسار شو


د پاکستان د کورنيو چارو وزیر وايي د څلورو نه تر پینځه زرو پورې پاکستانيان چې د افغانستان د لارې سعودي عرب او منځني ختيځ ته تلل هغوی اوس په تورخم ايسار دي د هغو دپاره طريقه جوړولی شي چې راوستل شي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر دغه خبره نن د زیارت/پنجشنبې په ورځ (اتمه جولايۍ) په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې وکړه.

د افغانستان د لارې پاکستانيان ولې سعودي عرب ته تلل؟

سعودي عرب چې د اپرېل د میاشتې راهسې د کرونا له امله په عامو پاکستانیانو سعودي عرب ته په تګ بندېز لګولی او جهازونه يې بند کړي له هغې وروسته د پاکستان نه سعودي عرب ته تلونکو د افغانستان د لارې تلل پېل کړي وو ځکه چې د افغانستان نه سعودي عرب ته جهازونه تلل ازاد وو.

د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې سره تعلق لرونکی رحمت الله چې ټرېول ايجنټ دی وايي د افغانستان لار پاکستانيانو ته ګرانه پرېوته، لکه د پاکستان نه که نېغ په نېغ څوک سعودي عرب ته تلو د کرونا د قرنطين او ځای او نور خرچو سره پورې يو لک 60زره روپۍ خرڅ راتلو او د افغانستان د لارې به دوی درې لکه روپۍ ورکولې.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې افغانستان بيا ګران ځکه پرېوتو چې افغانستان ته به دوی د اسلام اباد نه ويزه اخسته او بيا به په جهاز کې تلل او هلته به څو ورځې په کابل کې پاتې کېده ځکه دوی د ډېر تاوان سره مخامخ کېده.

بيا دوی دومره تاوان ولې کوو؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې رحمت الله وويل د دې څو علتونه وو، يو دا چې د خلکو ويزې ختمېدې او په سعودي عرب کې ځينو کفيلانو يا کمپنيانو ختمېدونکې ويزې بيا نه نوې کولې ځکه خلکو کوشش کوو چې لاړ شي او ويزه يې بچ پاتې شي.

بل دا چې د ځينو خلکو کارونه او تنخاګانې ښې يا ډېرې وې ځکه دوی ډېرې روپۍ ورکولې چې لاړ شي هلته به مزدوري وکړي کور ته به پېسې راليږي.

رحمت الله زیاته کړه په دغو کې ډېر کسان داسې هم وو چې په سعودي عرب کې يې ويکسين لګولي او راغلي وو خو بيا هم پاتې شو.

هغه وويل د پاکستان حکومت له پکار ده چې دلته ويکسين شورو شوي اوس د سعودي عرب سره خبره وکړي او نېغ جهازونه شورو شي خلک به د ډېرو تاوانونو نه بچ شي.

څلور ورځې وړاندې د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم دغه خبره کړې وه چې د وزیراعظم عمران خان په لارښوونه دوی په افغانستان کې د 4000 پاکستانيانو د راوستلو تابیا کوي.

په افغانستان کې پاکستانيان هغه وخت ايسار شو چې سعودي عرب د څلورمې جولايۍ څخه په افغانستان او ځينې نورو هېوادونو د کرونا له امله د تګ بندېزونه ولګول.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG