لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جاني خېل وايي وزیراعلا سره یې ليدلي، که وعدې عملي نه شوې بيا احتجاج پله ځي


د خیبر پختونخوا وزيراعلا وزیر تیره ورځ د بنو جاني خېل قام د مشرانو سره لیدلي او ویلي يې دي د دوی سره شوې معاهده په ځای ده او عملي کولی به شي خو د جاني خېل مشران وايي د دوی سره شوې معاهده تر اوسه نه ده منل شوې.

جاني خېل وايي د حکومت او د دوی ترمینځه د وزیرو قامي جرګې په مینځګړيتوب خبرې روانې دي اوکه په یوه میاشت کې د دوی سره د شوو ژمنو عملي ګامونه پورته نه شول دوی به بیا احتجاجي پرلت پیل کړي.

د جاني خېل قام د مشرانو د وزيراعلا محمود خان سره تیره ورځ (په اتمه جولايۍ) د صوبې مرکز پېښور کې د هغه په دفتر کې لیدلي دا تر هغه وروسته چې د قامي مشر نصیب خان د مړي سره 28 ورځې احتجاجي پرلت پس په 27 جون دا پرلت وځنډولو او حکومت سره د وزیرو قامي جرګې په مینځګړيتوب خبرې پېل شوې وې.

د وزیر اعلا له دفتر څخه په جاري شوي بيان کې ويل شوي جاني خیل پر امنه خلک دي خو د دوی علاقه وروسته پاتې شوې او د دوی د محرومۍ ختمولو لپاره د دوه اربه روپو پرمختيايي پېکج اعلان شوی چې په هغې به په علاقه کې سکولونه هسپتالونه، سړکونه او نور پرمختیایی پروژې جوړولی شي، د شکتويی ډیم جوړولو او د جاني خیل قام پینځه پلټونونو ایف سي ځواک کې بهرتي کولو سره په علاقه کې د امنیت ټینګښت لپاره د پولیسو تاڼه جوړولو ژمنه شوې ده.

بیان کې ویل شوې دوی د هغه زړې معاهدې څخه نه دي په شاه شوې او دا ټولې وعدې به په ځایې کیږي.

د صوبې وزيراعلا د مارچ په میاشت کې جاني خیل قام سره وروسته له هغې معاهده لاس لیک کړې وه چې څلور تنکي هلکان د وژل کیدو وروسته ځایی خلکو د هغه ماشومانو د جسدونو سره اسلام اباد ته لاریون پیل کړی وو.

د جاني خیل قامې جرګې یو غړي ډاکټر نور محمد وویل تیره ورځ د وزير اعلا سره سره لیدنه د دوی تر مینځه د روانو خبرو پروسې يوه کړۍ ده هغه ویل وزيراعلا د علاقې د ترقۍ لپاره د دوه اربه روپو ترقیاتی پېکج اعلان وکړو خو د دوی د علاقې د امنیت ټینګښت، نا امنۍ د مخنيوي، لادرکه کسانو خوشي کول او وژل شويو تنکي هلکانو او مشر د وژنو د پېښو د پلټنو کولو غوښتنې په ځای دي.

د جرګې بل غړي لطیف وزیري وویل د دوی د مزاکراتو لار هر چاته ازاده ده، هغه وویل تر اوسه د دوی په يوه غوښتنه کار نه دی شوی،نه د امنیت د پاره ګامونه پورته شوي، نه بې درکه کسان خوشي شوي او نه تر اوسه د وژل شوي کسانو د پلټونو معلومات مخې ته راوړل شوي چې په هغې کې څومره پرمختګ شوی. او تر اوسه د سیمې انټرنېټ هم نه دی بحال کړی شوی.

هغه وویل یو میاشت وخت ورکړل شوی که د دې وخت پورې غوښتنې وه نه منل شوې د احتجاج لار به بيا خپلوي.

بل خوا ته په سیمه کې يو حکومتي چارواکي وويل د وژل شوو کسانو کورنیو ته امدادي پېسې ورکړل شوي، سرکاري ودانۍ د امنیتي سرتیرو نه د خالي کولو سره د لادرکه کسانو د خوشي کولو او د علاقې د امنیت لپاره پولیسو په پرځایې کولو کار روان دی. او د پلټنو عمل هم شروع دې چې ډیر مهم پرمختګ پکې شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG