لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسدعمر: پاکستان کې د کرونا څلورمې څپې ابتدايي نخښې ښکاره شوي


په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې د کرونا 1737 نوي کېسونه رپورټ شوي او 27کسان ترې مړه شوي دي، ډاکټران وايي په کېسونو کې د کمي راتلو وروسته اوس يو ځل بيا نوي کېسونه په زياتېدو دي او د څلورمې څپې د پېل ښکاره نخښې مخې ته راغلي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې نهه لاکه يو کم اوويا زره څلور سوه او شپږ اوويا کېسونه رپورټ شوي او د مړو شمېر دوويشت زره پينځه سوه او شلو ته رسېدلی دی.

د پاکستان د کرونا مخنيوي د پاره د قامي کميټۍ (اېن سي او سي) مشر اسد عمر ويلي دوه اوونۍ وړاندې يي ويلي وو چې د وبا څلورمه څپه امکان لري او ښکاره نخښې يې ښکاري چې دا څپه پېليږي، چې وجه يي په اختياطي تدابيرو عمل نه کول او د وايروسو په نوي شکل کې خورېدل او په خصوصي توګه د انډيا ډېلټا وايرس يي بنيادي علتونه دي.

درې ورځې وړاندې د پاکستان د وزير اعظم خصوصي صلاح کار فېصل سلطان ويلي وو د تېرې يو هفتې د کرونا کېسونو کې زياتوالې ليدل کيږي او د مثبتو پېښو شرح هم په سېوا کيدو ده.

د ډان ورځپاڼې ترمخه په راولپنډۍ او پېښور ښار کې د کرونا وايرس نوی شکل چې د ډيلټا په نوم ياديږي کېسونه يي موندل شوي او ډاکټران وايي څلورمه څپه د وايرسو د نوي شکل له وجې ډيره خطرناکه وي.

د خېبر پښتونخوا د ځوانانو ډاکټرانو د تنظم د سپريم کونسل غړی ډاکټر احمد زېب وايي د تيرو لسو ورځو راهسې دوي ګڼله چې څلورمه څپه پېل کيدو واله ده ځکه چې د مريضانو په شمېر کې زياتوالې ليدل کېدو.

نوموړي وويل د وايرسو نوی شکل به دې څپه کې زيات خلک اغېزمن کړي ځکه چې دا په تيزۍ سره خوريږي او مرګونې هم ده.

د کرونا څلورمه څپه په داسې حال شروع کيږي چې د لوي اختر تيارۍ هم روانې دي او په دې نزديېورځو کې به د څاروو اخستو د پاره مېلي هم شروع کيږي چې پکې ډيره ګڼه ګوڼه وي.

د خېبر پښتونخوا د کرونا د پاره حکومتي وياند ډاکټر اکرام خان وايي په صوبه کې ويکسينو لګولو عمل روان دی او د وبا د مخنيوي د پاره به هر قسمه ګامونه اخلي چې پکې سمارټ لاک ډاؤ لګول هم شامل دي.

ډاکټران وايي د نورو هېوادونو په مقابله کې په پاکستان کې د کرونا ضد ويکسينو لګولو عمل په قلاره روان دی او د وبا د مخې نيولو د پاره ضروري ده چې نزدې 80فيصده خلکو ته ويکسين ولګول شي.

اېن سي او سي د جمعې په ورځ جاري کړي شمېرو کې ویلي چې په اتمه جولايۍ په ملک کې څلور لاکه درويشت زره اووه سو او څلور پنځوس کسانو ته ويکيسن لګول شوي چې ورسره د کرونا لګېدلو ويکسينو شمېره يو کروړ نوي لاکه اووه شپيته زره درې سوه او دوه پنځوست ته رسېدلې ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG