لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې له ویکسین لګولو پرته شادي هالونو اؤ هوټلونو ته په ننوتلو بندیز


د خیبر پښتونخوا حکومت وایي د ودونو په هالونو اؤ هوټلونو کې به یوازې هغه خلک دستورو کې برخې اخستو ته پرېښودی شي چې کرونا ضد ویکسین یې لګولي وي.

حکومت پرېکړه کړې چې د ودونو کومې دستورې په میدانونو کې کیږي هغې کې به ۴۰۰ اؤ د ودونو دهالونو دننه کېدونکو دستورو کې به ۲۰۰ پورې میلمنو ته دګډون اجازه وي خو د ودونو دهالونو د اتحاديې مشر خالد ایوب وائي دا ممکنه نه ده چې د راتلونکو میلمنو نه د ویکسین پوښتنه وکړل شی.

صوبائي حکومت وائي په صوبه کی د برتانیي،سویلی افریقې او هند کرونا بدل شوي وایرس مخې ته راغلي اؤ د طب پوهان وائي دا بدل شوی وایرس په چټکتیا سره خوریږي او احتیاطي تدبیرونو ته اړتیا ده .

د خیبر پښتونخوا حکومت وائي دا فیصله د ودونو دهالونو اؤ هوټلونو دمشرانو او حکومت تر منځ شوې ترڅو کاروبارونه هم بند نه شي او د کرونا وبا د څلورمی څپې مخه هم ونيول شي.

دحکومت لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دکورنیو چارو د محکمې او شادی هالونو تر منځه شوې فیصله کې دا ژمنه شوې چې د کرونا د څار د اداری این سي او سي لخوا شوې سپارښتنې به عملي کولی شي.

دحکومتي اعلامیې له مخې د ودونو د هالونو ټولو کارکونکو ته به ویکسین لګول شي او دا به هم عملی کوي چې ودونو اؤ دستورو له راتلونکو میلمنو به هم ویکسین لګولي وي.

په خیبر پښتونخوا کې د شادي هالونو د اتحاديې مشر خالد ایوب وائي هغوئ تیره ورځ د خیبر پښتونخوا لوړ پوري چارواکي چیف سیکرټري او صحت محکمې چارواکو سره په غونډه کې دا څرګنده کړې چې ټول احتیاطي تدبیرونه به عملي کوي او ټول سټاف يعنی کارکونکو ته به هم ویکسین لګوي.

خو خالد ایوب وایي چې چارواکو سره په دې خبره اتفاق نه ؤ شوی چې راتلونکو میلمنو به تپوس کوؤ چې ویکسین یې لګولي دي او که نه ځکه چې دا ممکنه نه ده.


وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د هالونو دننه د ۲۰۰ او بهر د ۴۰۰ میلمنو اجازت دی خو ټول احتیاطي تدبیرونه به عملي کوي.

صوبائي حکومت وائي په ټوله صوبه کې سرکاري چارواکو ته لارښوونه شوې چې احتیاطي تدبیرونه عملي کړي.

په غونډه کی دا هم ویل شوي چې د برتانیې،سویلي افريقې او هند بدل شوي کرونا وایرس پیښور کې هم رپورټ شوي دي.

د طب پوهان وائي دا وایرس په چټکتیا سره خوریږي او ددې نه د بچ کیدو دپاره د احتیاط ضرورت دی.

ډاکټر عبدالوهاب وائي دنړۍ په نورو هیوادونو کې بدل شوی وائرس نقصان رسولی دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي باید خلک ویکسین ولګوي، مشران او په ناروغیو اخته خلک خپلو کورونو ته ځان محدود کړی او کارکوونکی د ماسک استعمال باوري کړي.

دصوبائي حکومت لخوا د وړاندې نه ويل شوي چې چا ویکسین نه وي لګولی په بی آر ټي بس کې سفر نه شي کولی او د سرکاری خدماتو نه به هم محرومه وي.

دخیبر پښتونخوا په لرې پرتو سیمو کې د غټ اختر د څارو میلې محدود کړی شوي او په ګاډو کې د تګ راتګ په وخت د احتیاطی سپارښتنو د عملی کولو هدايات هم ورکړی شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG