لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو په هکله دپاکستان دپوځ اؤ حکومت نظرونه په رښتیا هم یو تربله جلا دي؟


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د جمعې ورځ د امريکا دبهرنيو چارو وزير انتوني بلنکن سره خبرو کې وېلي په افغانستان کې سوله د افغانستان دننه، سيمه ييزو او نړیوالو ټولو خواؤ ګډ مسولیت دی.

پاکستان وايي د افغان کشالې سوله ییز هواری غواړي خو څېړونکي وايي که پاکستان په رښتیا د افغانستان په بابله خپله زړه تګلاره بدله کړې وي نو باید چې د افغان دولت سره ودرېږي او د افغان سولې لپاره د سيمه ييزو هېوادونو سره په شريکه يوه عملي منصوبه مخې ته راوړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکن او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي ترمنځ د شوو خبرو اترو په اړه انتوني بلنکن ویلي "زه مخکې ګورم چې پاکستان دافغانستان د سولې په عمل کې مرستې ته دوام ورکړي"

د افغان طالبانو او دولت په اړه دپاکستان په اوسنۍ تګلاره خپلو خبرو کې د افغان چارو شنونکی ډاکټر سرفراز خان وايي يو طرف ته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه وايي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره کې بدلون راغلی او پاکستان اوس د جيو اکنامکس یا اقتصادي اړېکو تګلاره خپله کړې خو وایي بل خوا داسې ښکاري چې حکومتي وزيران په دغه خبره نه پوهېږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "ماته ښکاري چې د هېواد دپوځي او سیاسي مشرانو په بیانونو کې دا فرق قصداً پېدا کړی شوی دی. او ددې مقصد د امریکا په نظر کې د افغانستان په هکله خپل قيمت سېوا کول دي"

هغه وايي پاکستان اوس هم د افغانستان لپاره دوه مخيزه پالیسي لري. او ددغه پاليسۍ سياسي مخ عمران خان او د هغه وزيران دي او بل مخ یې د عسکري مشرانو بېانيه ده.

پوځ وايي مونږ نه غواړو چې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت بيا راشي.

اخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشيد وايي پاکستان په افغانستان کې امن او سوله غواړي.

د خالي په ورځ د پاکستان د ولکې لاندې کشمیر کې مطبوعاتو سره خبرو کې نوموړي ویلې چاتـه به هم د پاکستان خاوره د افغانستان په ضد کارولو ته پرې نه ږدي او هیله لري چې د افغانستان زمکه به هم د پاکستان خلاف استعمال نه شي.

شیخ رشید وايي، د پاکستان حکومت او پوځ هڅه کوي چې افغانستان کې فريقېن خبرو ته کېښنوى او هلته امن راشي.

د افغان دولت او طالبانو په اړه د پاکستان په موجوده مبهمه او غېر واضحه تګلاره دټولنيز رسنیو دفعالینو ترڅنګ څېړونکي هم ټکونه کوي او وايي پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان د روان کړکېچ او تشدد دمسولیت څخه ځان وژغوري.

خو څېړنکار ډاکټر خادم حسین ډيوه ته وايي پاکستان نه شي کولای چې د افغانستان دننه د روان ناورين نه ځان خلاص کړي.

دې وايي په بلوچستان کوټه کې د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور په ډرون برید کې وژل کېدل، د هغه څخه د پاکستان شناختي کارډ ترلاسه کیدل، دغه شان په اسلام اباد باره کهو کې دحقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني د کشر ځوي مرګ او د هېواد دننه د طالبانو شوراګانې هغه حقيقتونه دي چې له پامه نه شي غورځېدی.

ډاکټر خادم حسین وايي په ټولو کې دا خبره ډېره زياته واضحه ده چې پاکستان په مختلفو شکلونو کې د طالب تندلارو او دهغوئ د شخصي مليشو ملاتړ اوس هم دوامداره ساتلی دی.

"اوس په بلوچستان او د هېواد په نورو برخو کې د طالبانو لپاره چندې غونډېږي، د طالبانو بهرتي روانه او په افغانستان کې د وژل شوو وسله والو مړى د هنګو نه واخله تر کچلاک ته راځي"

هغه وايي ددې هرڅه کاغذي یا لیکل شوي شهادتونه موجود دي ځکه نو پاکستان دا پړه په بل چا نه شي اچولی.

دنوموړي په اند هغه نه ګڼي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره کې کوم بدلون راغلی دی.

"که دا بدلون راغلی وای نو باید چې پاکستان د افغانستان د منتخب حکومت په ملاتړ ولاړ وای، د هغوئ سره یې دمرستو ډکې اړېکې ساتلې وې او په افغانستان کې د يوې ډلې سره یې اړېکې نه لرلې"

نوموړي وایي د پاکستان حکومت د افغان صدر اشرف غني او هغه د حکومت پرځاې زيات مذاکرات د طالبانو سره کړې دي او په دې وروستیو کې وار په وار وار طالبان پاکستان ته خبرو او سلا مشورې له راغلي دي.

دې وايي که د پاکستان سټراټيجکي تګلاره کې بدلون په رښتیا راغلی وي نو پکار ده چې دوئ د افغانستان د دولت د سولې د هڅو ملاتړ وکړي او د افغان کشالې د هواري لپاره د ګاونډی هیوادونو د اجماع، غوره او عملي امن منصوبې لپاره کار وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG